د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې د سړک جوړونې 35 کارګران وژل شویدي


پکتیا کې د سړک جوړونې 35 کارګران وژل شویدي
پکتیا کې د سړک جوړونې 35 کارګران وژل شویدي

د افغانستان د حکومت ماموران واېي وسله والو کسانو د پکتېا په ولایت کې د سړک جوړونې دېوه شرکت په کارګرانو او امنېتي محافظېنو باندې مرګانۍ حمله وکړ ، ٣٥ تنه کارګران ېې ووژل او ٢٠ کسان ېې زخمېان کړل .

دغه حمله دشپې له خوا د پکتېا ولاېت د وزه ځدران په ولسوالۍ کې وشوه، چې دپاکستان د پولې سره نژدی پرته ده.

دحکومت ماموران واېې اته تنه وسله وال سړي هم په ځوابي ډزو کې ووژل شول. سمدستي معلومه نشوه چې دغه حمله چا کړې ده، خو طالبانو اعلان کړې ؤ چې دپسرلي په موسم کې به خپل عملېات پراخه کړي او دساختماني شرکت امر نور الله بېدار د دغې حملې مسؤلېت دطالبانو پر غاړه واچاوه.

حمله کوونکو دوه ساعته دامنېتي ساتونکو سره جنګ وکړ. جمهور رئیس کرزي دا حمله وغندله او وېې وېل چې طالبان دافغانستان ابادېدل نه غواړي. ناټو هم نننئ حمله غندلې ده.

په عېن وخت کې په افغانستان کې ملګرو ملتونو دفتر، د تخار په ولاېت کې دټولو خواو نه دصبر او حوصلې غوښتنه کړی ده. دافغانستان دکورنېو چارو وزارت ویېې چې نن بېا د تخار د ولاېت په مرکز تالقانو کې مظاهرې وشوې.

پکتیا کې د سړک جوړونې 35 کارګران وژل شویدي
پکتیا کې د سړک جوړونې 35 کارګران وژل شویدي

په دغه ولاېت کې پرون١۴ کسان دناټو د ېوې مرګانئ حملې پرخلاف د مظاهرې په دوران کې دامنېتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.دغو خلکو دناټو د عملېاتو پرخلاف مظاهره وکړه او وېې دناټو په برېد کې ددوو ښځو په شمول څلور تنه ملکی وګړي ووژل شوي دي. د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره دامنېتي ځواکونو ډزې وکړ چې په نتېجه کې ېې درې تنه زخمي شوي دي.

له بلې خوا فرانسې د دفاع وزارت ویېې چې دافغانستان په ختېځ کې ېې ېو تن عسکر په ېوه تصادفي چاودنه کی وژل شوی دی. د دفاع د وزارت ېوه مطبوعاتي اعلامېه ویېې چې دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ په کاپېسا کې په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې فرانسوي عسکر په خپله زره لرونکې پوځي نقلېه وسېله کې کښېناستل .

څلور تنه نور فرانسوي عسکر زخېمان شوي دي خو دمرګ د خطر نه بچ دي . کله چې په ٢٠٠١ مېلادي کې په افغانستان کې د ناټو د تړون پوځي عملېات شروع شول ، تر اوسه پورې په افغانستان کې د فرانسې ٥٨ تنه عسکر مړه شوي دي .فرانسه په افغانستان کې ۴٠٠٠ عسکر لري.

ناټو واېې چې دافغانستان په شمال لوېدېځ کې دتېرو درېو ورځو عملېاتو په لړ کې ٦٠ تنه وسله وال جنګېالي وژلي دی. دناټو دتړون ېوه اعلامېه وېې چې افغان او اېتلافي ځواکونو دغه کسان د فارېاب ولاېت د غوچغر ولسوالئ سره نژدې ووژل. ناټو ووېل چې په نوموړې ولسوالئ پوځی عملېات د تېرې جمعې په ورځ شروع شوي ؤ او عسکرو ېې د عملېاتو په دوران کې څو عرادې موټرساېکلونه، څو مېله ټوپک او راکټ رانچرونه هم تباه کړل.

له بلې خوا طالبانو پرون په جلال ابادکې پرون د ېوې مرګانئ حملې مسوولېت په غاړه واخېسته، چې ١٣ کسان ېې ووژل او تقرېبا ٢٠ تنه ېې زخمېان کړل. د جلال اباد دښار امنېتي چارواکي ویېې چې په مړو کې ملکي کسان او پولېسان شامل دي

XS
SM
MD
LG