د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان خپله شپږمه لوبه هم وبایلله


Afghanistan's Rashid Khan - South Africa v Afghanistan
Afghanistan's Rashid Khan - South Africa v Afghanistan

افغانستان د کرکټ‌ په نړیوال جام کې خپله شپږمه لوبه پر هند وبایلله.

هند افغانستان ته د ۲۲۵ منډو هدف ټاکلی و چې افغانستان پوره نشو کړی او لوبه یې وبایلله.

محمد نبي‌ ۵۳ منډې وکړي‌ خو د بري‌لپاره کافي نه وي. د هند بالر محمد شامي هېټریک وکړ، په دریو توپونو یې درې لوبغاړي‌ وسوځول.

د هند د پاڼۍ راپور

افغانستان خپله شپږمه لوبه د نړیوال جام د روانو سیالیو د یو غښتلي ټیم هند سره کوي.

هند په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د۲۲۵ هدف ورکړ، منډو هدف ورکړ.

د شنبې د ورځې په لوبه کې (جون۲۲) هند د پچې له ګټلو وروسته خپله د منډو کولو پرېکړه وکړه. هندي لوبغاړي د لوبې له پیله په ډېر احتیاط سره ولوبېدل، ښايي‌ د افغانستان د وروو توپ‌ اچوونکو مجیب،‌راشد او نبي سره ورته د احتیاط سپارښتنه شوې وي،‌ خو رحمت شاه هم نن ښه باولینګ وکړ.

مجیب الرحمن د هند د سر تکړه لوبغاړی روحیت شرما په یوه منډه وسوځو خو بیا ورسته د هغوی بل لوبغاړي راهول او کپتان یې ویرات کوهلي‌ ښه ملګرتیا وکړه.

محمد نبي دواړه کوهلي او راهول وسوځول،په ۶۷ منډو او راهول په ۳۰ منډو.

مجیب الرحمن په ۱۰ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. راشد خان په ۱۰ اورونو ې ۳۶ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. ګلبدین او محمد نبي‌دوه دوه کسان وسوځول.

اوس به معلومه شي چې دا هدف د افغان لوبغاړو لپاره څومره لوی هدف دی؟

XS
SM
MD
LG