د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د مځکې لاندې اوبه ژورې شوې دي


د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د څښلو د اوبو پېدا کول تقریبا هروخت ستونزمن کار و.

له همدې امله په یوشمېر سیمو کې څاگانې اېستل کېدلی؛ خو د پرله پسې وچکالیو له امله خلک دیته اړ شوي دي چی د اوبو د موندلو لپاره څاگانې نورې هم ژورې وکېندي څو اوبه لاسته ورشي.

کابل د یو میلیون خلکو د څښاک اړتیا پوره کولای شي. خواوس یې د کابل نفوسو شمیر څه د پاسه څلورنیم میلیون خلکو ته رسیږي.

نړیوال بانک وايي کابل له ٢٠٠١ کال راهیسې تقریبا د ٢٥٠٠ مربع کیلومترو په اندازه پراخ شوی دی.

د ښار په یو شمیر سیمې چې لوړې دي او تیږه لري هلته تقریبا څاگانې بالکل نشته.

که څه هم د څاگانو د ایستلو بیه ډیره زیاته ده خو څرنگه چی اوبه مخ په کمیدو دي نو د څاگانو د ایستلو کاروبار زیات شوی دی خو د اوبو ستونزه لا حل شوې نده.

په تیرو څو کلونو کې ډېرې واورې ونشوې، باران هم لږ و نو له دې امله د اوبو د کمښت ستونزه زیاته شوه.

سږکال ډیرې واورې او بارانونه دا هیله زیاته کړې ده چې د مځکې لاندې اوبه به تریو وخت پورې کار ورکړي.

XS
SM
MD
LG