د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د سخت دریځو په ضد د پاکستان اقدام ستایي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب احمد مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب احمد مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستاني رسنیو کې د پاکستان د حکومت له خوا په دغه هیواد کې په میشتو یو شمیر هغو وسلوالو ډلو د بندیز په باب په خپرو شوو رپوټونو په احتیاط غبرګون ښودلی دی چې افغان حکومت دا ګڼي چې هغه ډلې په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې په جګړه بوختې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغنی امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان حکومت د ټولو هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې په سیمه کې د سخت دریځو وسلوالو ډلو په خلاف اخیستل کیږي.

ښاغلي مستغنی وویل" د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل په سیمه کې د تروریزم په وړاندې دعملي، صادقانه اوپه هر اړخیزې مبارزې باندې ټینګار کړی دی، کله چې په دغه لاره کې کوم قدم اخیستل کیږي او مونږ ډاډه شو چې د ټولو تروریستي ډلو په وړاندې هراړخیزه مبارزه ده نو د افغانستان اسلامي دولت یې هرکلی کوي".

د پنچشنبې په ورځ ځینو پاکستاني رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګوندې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د لسو سخت دریځو وسلوالو ډلو د فعالیتونو د بندیدلو پریکړه کړې ده.

پدغو لسو ډلو کې د یو شمیر هغو ډلو نومونه هم رسنیو خپاره کړي چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو او افغان ځواکونو په وړاندې په جګړه کې برخه لري.

پدغو ډلو کې د حقاني او د جماعت دعوه د ډلو نومونه هم اخیستل شوي خو دا هم ویل شوي چې د دغې پریکړې اعلان به په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان د حکومت له خوا وشي.

پاکستانیو رسنیو دا رپوټ اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د سفر یوه ورځ وروسته خپور کړی دی.

امریکا حکومت د پاکستان د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

پخپله وسلوالو ډلو په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د پاکستان په اقداماتو شک

په افغانستان کې د سیاسي او پوځي چارو یو شمیر کارپوهان د پاکستان دغه اقدام ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې تر هغې چې دوي په دې برخه کې عملآ څه و نه ویني د رسنیو په رپوټونو باور نه شي کیدلای.

د افغانستان د سیمه ایزو څیړونو د مرکز رئیس عبدالغفور لیوال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په کاردي په دې برخه کې انتظار وشي او دا ولیدل شي چې حالات کوم لور ته ځي.

ښاغلي لیوال وویل"په کار دي قدم په قدم دغه اقدام د سیمې د امنیت سره مقایسه کړی شي که چیرې دا ډول اقدامات په ناخوښو او امنیتي پیښو کې کمې راولي او سیمه د ثبات په لور یوسي نو بیا کیدای شي سړی ووایي چې ریښتیا هم بدلون راغلی دی".

د افغانستان د سیمه ایزو څیړونو د مرکز رئیس وايي کومه انديښنه چې خلک یې لري هغه دا ده چې ګوندې په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو وسلوالو په بڼه کې د بدلون د راوستلو لپاره هڅې رواني دي.

خو د افغانستان یو شمیر د پوځي چارو کارپوهان بیا د پاکستان دا اقدام نا وخته خو په ځای اقدام ګڼي او وایي چې اوس افغانستان او سیمه د داعش په نوم د اسلامي سخت دریځو د یو بل ګواښ سره مخ ده.

د پوځي چارو یو کارپوه جاوید کوهستاني امریکا غږ ته وویل چې که پاکستان دا کار وکړي نو په افغانستان او سیمه کې د امنیت په ټینګیدلو کې مرسته کولای شي.

ښاغلي کوهستاني وویل" یو مثبت اقدام دی خو ناوخته اقدام دی د دې لپاره چې هغه ډیر فرصتونه چې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې په لاس کې وو هغه اوس یو څه محدود شوي دي او اوس داعش د خوریدلو په حال کې دی".

خو ښاغلی کوهستاني د پاکستان دا اقدام په سیمه کې د امنیت د ټینګیدلو لپاره یو په ځای اقدام وګڼه او و یې ویل چې د داعش ګواښ له افغانستان نه زیات پاکستان ته متوجه دی.

XS
SM
MD
LG