د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ د سولې نوبل جایزې ته د کوفي د احتمالي نوماندۍ هرکلی وکړ


ارګ وايي مېرمن کوفي د اسلامي‌جمهوریت د سولې د مرکي پلاوې مهمه غړې ده
ارګ وايي مېرمن کوفي د اسلامي‌جمهوریت د سولې د مرکي پلاوې مهمه غړې ده

د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د سولې نوبل جایزې ته د احتمالي نوماندې په توګه نومول شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ د اکتوبر درېیمه (تلې ۱۲) پر خپل ټویټر لیکلي چې اغلې کوفي د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي د "ویاړ وړ" غړې ده او افغان حکومت د ناروې د سولې نوبل جایزې ته د هغې د احتمالي نوماندۍ هرکلی کوي.

فوزیه کوفي وايي چې د سولې نوبل جایزې لپاره د هغه د نوم مطرح کېدل په افغانستان کې د سولې د اهمیت او په دې پروسه کې د ښځو د ګډون په اړه نړیوالې ټولنې ته یو څرګند پیغام رسوي.

اغلې کوفي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "زه فکر کوم چې په دې حساس پړاو کې دا کولی شي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان د ښځو موقعیت لاپسې پیاوړی کړي او په راتلونکې کې د سولې له توافق وروسته هم د ښځو رول او ځای رابرسیره کړي."

فوزیه کوفي له دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې غړې وه او د یو سیاسي ګوند مشري هم کوي.

نوموړې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د کابل – پروان په لویه لاره د ناپیژندو وسله‌والو په برید کې ټپي شوه او څور ورځې په روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

په هغې د برید مسولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG