د لاس رسي وړ اتصالات

ځوانې رهبرانې؛ د افغانستان په حکومت کې د ښځو ونډه


د افغانستان د حکومت یو شمېر ښځینه جګپورې چارواکې امریکا ته په رسمي سفر راغلې دي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو په ژوند کې لوي بدلونونه راغلل.

د بل هر وخت په پرتله اوس ښځو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې ډیر پرمختګ کړی دی.

د افغانستان په نوي حکومت کې په لوړو څوکیو کې د ښځو ګمارل د پرمختګ یوه بیلګه بلل کیږي.

د سې شنبې په ورځ [فبرورۍ ۱۳] د امریکا په پلازمینې واشنګټن ډي سي کې د بروکینګز مرکز، د جورج ټاون پوهنتون او د امریکا-افغانستان د ښځو د شورا په همکارۍ په افغانستان کې د ښځو د نوي نسل په اړه د بحث لپاره یوه غونډه رابللې وه.

پدغې غونډې کې د افغانستان د حکومت اته ښځینه جګپورو چارواکو برخه اخېستې وه.

د افغانستان د ولسمشر د مشورتي شورا غړې، شهرزاد اکبر وویل چې د خپل هېواد راتلونکې ته هیله منده ده او غواړي چې د افغانستان په آبادولو کې ونډه واخلي.

میرمن اکبر وویل: "ما په حکومت او له حکومت څخه بهر له ښځو څخه الهام اخېستی دی، ځکه چې هغوي خلکو ته د حکومت د ځواب ورکولو په کار کې سخت کوښښ کوي."

که څه هم په نږدې دوو لسیزو کې افغان میرمنو زیات پرمختګ کړی، خو د هغوي لاسته راوړنې غیر یقیني بلل کیږي.

د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون کمیشنرۍ غزال حارث تمه وښوده چې په هېواد کې یې حالات بدل نشي.

میرمن حارث وویل: "که ما لوړه هېله نه درلوده نو په افغانستان کې به نه پاتې کېدم."

د ښځو فعالان وایې چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې نارینه د ښځو پر ډيرو ټولنیزو چارو واکمن دي، اړتیا ده چې حکومت ښځو ته معیاري او برابر حقونه ورکړي او مسؤلیتونه ور ورسپاري.

ځوانې رهبرانې؛ د افغانستان په حکومت کې د ښځو ونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

XS
SM
MD
LG