د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: د افغانستان دولت وعدي زیاتې کړي او عمل کم


د سولې او دموکراسۍ د بنسټ په رپوټ کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د جنسي مساوات او برابرۍ په هکله د پوهاوي د کچې په لوړولو ټینگار شوی دی.
د سولې او دموکراسۍ د بنسټ په رپوټ کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د جنسي مساوات او برابرۍ په هکله د پوهاوي د کچې په لوړولو ټینگار شوی دی.

د سولې او دموکراسۍ د بنسټ رپوټ چې نن د "د ١٣٩٣ کال د جنسیتي برابرۍ د نمرې ورکولو کارت" په نامه خپور کړ، د کابل، بامیان، ننگرهار، هرات، فاریاب او کندز ولایتونو د ښځو د ولایتي شبکو له ١٥۴ غړو سره مصاحبې کړې دي.

په دې رپوټ کې د یو شمیر ښځو سره د مرکو سربیره د ښځو د کار او د ښځو د نظریاتو په هکله د موجود اسنادو څخه گټه اخیستل شوی چې په بشپړه توگه د ښځو په وړاندې د حکومت د ژمنو د نه عملي کیدو څرگندونکی دي.

د سولې او جنسیتی برابرۍ موسسه چې د مدني ټولو غړې ده په خپل رپوټ کې ویلي دي چې "افغان دولت د میرمنو د سیاسي او ټولنیز ګډون لپاره خپلې ژمنې ندی تر سره کړي."

د دغه بنسټ په وینا له میرمنو سره ځینې تر سره شوې ژمنې موقتي وې چې چارواکو واک ته د رسیدو سره سم هیرې کړي دي. د دغه موسسې مرستیال ادریس عمر زاده وايی " افغان دولت په نړیوالو او ملي میثاقونو او ژمن لیکونو کې نږدي ۲۳۰۰ روښانه او کتبي ژمنې سپارلي او د دې تر څنګ دولتی چارواکو د خپلو کمپاینونو پر مهال له میرمنو سره د جنسیتي برابرۍ او ټولنیز او سیاسي ګډون لپاره کلکې ژمنې سپارلي دی، خو په دغه برخه کې پرمختګ ډیر ټکنۍ دی او تر څنګ يي میرمنو سره ډیري ژمنې موقتی وی چې یوازی د کمپاین پر مهال شوي او واک ته تر رسیدو وروسته هیرې شوی دی."

د باسواده ښځو اندیښنې

د دې بنسټ یوې غړې سجیه بهگام وویل چې په دې رپوټ کې د عاید د کچې او بدلون په اړه د ښځو په نظریاتو کې دومره توپیر نه لیدل کیږي، خو د ښځو د پوهاوي د کچې او د هغو د نظریاتو ترمنځ مهمې اړیکې موجودې وې. د هغې په اند باسواده ښځې په خپلو سیمو کې د دولت له چلند څخه راضي نه وې.

په دې رپوټ کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د جنسي مساوات او برابرۍ په هکله د پوهاوي د کچې په لوړولو ټینگار شوی دی.

دا رپوټ وایي چې د ښځو په اړوند په ژمنو کې د افغانستان دولت په متوسطه کچه چلند کړی دی.

د سولې پروسه، د عاید کچه، د ښځو پرمختیا او وده، ښوونه او روزنه، روغتیا، امنیت، بوختیا، تاوتریخوالی روند صلح، سطح درآمد، تحول و پیشرفت زنان، تعلیم و تربیه، صحت، امنیت، اشتغال، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، سیاسي مشارکت او عدالت ته لاس رسی هغه برخې دي چې په اړه یې دا رپوټ د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

رپوټ وایي د سولې په پروسه او د سولې د عالي شورا په جوړښت کې د ښځو برخه کمرنگه ده. رپوټ زیاتوي چې په سیمه ییزه کچه د لانجو د حل په هکله د مسولو بنسټونو په تصمیم نیونو کې د نارینو د برترۍ په روحیه عمل کیږي.

نورې اندیښنې

په دې رپوټ پوښتل شویو میرمنو ویلي دي چې اوس هم د ځانمرگو بریدونو، قومي نښتو، د کلیو په لارو کوڅو کې پر نجونو دبریدونو، په کلیو کې ناامنۍ او د جگړه مارانو ترمنځ د شخړو په هکله د نه امنیت احساس کوي.

د دې رپوټ کوندنې ښي چې په امنیتي بنسټونو کې د جنسیتي برابرۍ په هکله نسبي پرمختیا شوې خو په دې بنسټونو کې اوس هم د جندر د موضوع په هکله د پوهاوي کچه ټیټه ده چې باید ورته پاملرنه وشي. په رپوټ کې راغلي چې د زیاتو وعدو سره سره د ښځو د روغتیا په برخه کې بنسټیز کار نه دی شوی.

په رپوټ کې د ښځو د زده کړو ستونزې ته گوته نیول شوی او دا چې کورنۍ نه غواړي لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي، دلیل یې د ښځینه ښوونکو کموالی ښودل شوی.

په رپوټ کې ویل شوي چې ښځې او نارینه په مساوي توگه عدالت ته لاس رسی نه لري په ځانگړې توگه په محاکمو کې د حقوقي حمایت په برخه کې د ښځینه قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو کمبود ته اشاره شوی ده. ددې نظرپوښتنې ځواب ورکوونکو په سیاسي ډگر کې د ښځو د مشارکت د کچې په ټیټوالي هم نیوکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG