د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاوو د نشتون ګیله کوي


د زابل د اغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي په دغه ولسوالۍ کې د کلنیکونو اوروغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي څخه شکایت کوي اوزیاتوي چې اکثره مهال یې ناروغان ترمرکزکلات پوري دانتقال پرمهال پرلاره ساه ورکوي.خود زابل دعامې روغتيا مسئولين وايي چي د افغانستان د عامې روغتیا وزارت يې د نفوس په تناسب ډیرکم امکانات په واک کې ورکړي دي .

دزابل د اغنداب والسوالي دکلات په ۸۰ کيلوميتري کې شمال لورته پرته غرنۍ خوپورنفوسه والسوالي ده .

ددې والسوالۍ لار سره له دې چې خامه ده ،په څنګ کې يې ډيري لاري دځايي اوسيدونکو په وينا د دولت دوسله والومخالفينوله لوري په ماینونو پرش شوي .

سیمه ييزاوسيدونکي وايي چې دې ستونزي نه يوازي دا چي د دوي دژوند ډيرې برخي ترخپل تاثيرلاندې راوستي دي ،بلکې د روغتيا په برخه کې یې د دوي ستونزي څوچنده زياتي کړي دي .

دارغنداب والسوالۍ دسای ګز دسيمي اوسيدونکي وایي چي په ټوله ولسوالۍ کې يې يوازي ۲ کلنيکونه شته چي په بیړنیو واقيعاتوکې دلمړنۍ درملنې امکانات هم نلري.

دوي د دې ترڅنګ زیاتوي چي ترکلات پوري د نارغانو د انتقال پرمهال ژوند دسړک دغاړي ماينونه ګواښي اوآن تردې چې ناروغان يې پرلارې ساه ورکوي .

ځایي خلګ غوښتنه لري چې دعامې روغتیا وزارت دي د دوي دغه حیاتي ستونزه هواره کړي. دزابل دعامي روغتيارياست وايي چی وزارت يې له لويه سره کم امکانات ورکوي . دوي زیاتوي چي لږدرمل اوکم روغتیايي تشکيل دوی ندي بريالي کړي چي ټولوسيموته طبي خدمات عرضه کړي .

ولايتي مقامات وايي چي د دې ولايت نفوس اوس تر۷ سوه زرو هم زيات دی ، خوامکانات دمخکنې يوې سرشمېرنې له مخې د۲ نيم سوه زره نفوس په تناسب ورکول کيږي .

دزابل دعامي روغتيا ريس ډاکتر لعل محمد وايي چي امنيتي ستونزې هم ددوی دکار په واندې خنډ رامنځ ته کړی. نوموړی زياتوي چې که سيمه ييز اوسيدونکي ورسره مرسته وکړي نو دوی حاضردي چي په ارغنداب والسوالۍ کې ديوه نوي کلنیک تعمیراتي کارپیل کړي .
زابل دجنوبي ولاياتوله ډلي څخه پراخ ولايت بلل کيږي چي ۱۱ والسوالۍ لري . له والسواليو پرته په کلات کې يوازي يو پنځوس بستريزه ولايتي روغتون دی چي هر ورځ په سل ګونه ناروغان د درملنې لپاره ورځي . پدې ناروغانوکې لويه برخه يې هم د زابل له شمالي اوجنوبي والسواليوڅخه وي چي تراوږدو لارو ،وروسته دولايت مرکزته ځان رسوي .
XS
SM
MD
LG