د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د پاکستان له خوا د طالب مشرانو د خوشي کیدو هرکلی کړی دی.


Các Phật tử treo đèn lồng trước ngày kỷ niệm Đại lễ Phật đản tại Colombo, Sri Lanka. Đại lễ Phật đản được tổ chức vào ngày 14 và 15 ở Sri Lanka.<br />
&nbsp;
Các Phật tử treo đèn lồng trước ngày kỷ niệm Đại lễ Phật đản tại Colombo, Sri Lanka. Đại lễ Phật đản được tổ chức vào ngày 14 và 15 ở Sri Lanka.<br /> &nbsp;

د افغانستان حکومت د پاکستان لخوا د اتو طالب بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی او دغه اقدام یې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره مهم ګنلی دی.

بهارت صابر

ملا عبدالبار
ي ، ملا الله داد او ملا اعظم ، د طالبانو هغه درې تنه جګپوړي چارواکي د ملا نور الدین ترابی سره، چې د طالبانو د وخت د عدلیې وزیر و، یو ځای د پاکستان د زندانونو نه خوشي شوي دي.

افغان دولت د دغو طالب چارواکو د راخوشي کیدو هرکلی کوي او وایي هیله یې دا ده چې له زندانه د دوی راخوشي کیدل به د سولی د خبرو اترو لپاره اغیزمن ثابت شي.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي نن په خبرې ناسته کې د پاکستان د دغه اقدام هرکلی وکړ: « موږ د پاکستان د دغه اقدام هرکلی کوو او هیله لرو چی دا کار د افغانستان د سولی بهیر لپاره اغیزمن ګام وي اود افغان دولت وسله وال مخالفین د خپلو چارواکو د راخوشی کیدو سره د افغان دولت سره د سولې د خبرو لباره چمتو شي.»

د راخوشي شوو کسان په ډلې کې د طالبانو د وخت د عدلیې وزیر، ملا نور الدین ترابي، تر ټولو جګپوړی طالب دی چی افغان دولت یی له پاکستان نه د خوشی کیدو هیله کړې وه.
افغان دولت وایي لاهم د پاکستان له خوا د ځینو نورو طالب مشرانو د خوشي کیدو تمه لري.
د دولت له خوا د طالبانو د خوشي کیدو دا هیله ځکه شوې وه چی په وینا یې راخوشي شوي جګپوړې طالبان وکړی شي چې د هغه دفتر له لارې چی د دوی لپاره په قطر کې پرانستل کیږي له افغان دولت سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړي .د ولسمشر ویاند وایي قطر ته ورپيژندل شوی کسان باید د طالبانو له خوا اړین اسناد ولري.

«هغه کسان چې هلته د طالبانو په استازیتوب معرفي کیږي باید د طالبانو له خوا د اعتبار وړ شناسنامې او اسناد ولري چې ثابته کړي دوی د طالبانو واقعي استازي دي نه دا چې بل څوک د طالب په نوم هلته ورځي.»

بل پلو ته ټاکل شوي چې ولسمشر حامد کرزی به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې امریکا ته سفر وکړي. ښاغلی کرزی به د دغه سفر په ترڅ کې د امریکا له جمهور ریس باراک اوباما سره د افغانستان د سولې پربهیر، د امنیتی، اقتصادی او سیاسی انتقال پر بهیرونو، د افغان ځواکونو پر روزنې او سمبالولو او له امریکا سره د امنیتي سند په باب خبرې وکړې .
د ولسمشری ماڼۍ وایي په دغه سفر کې به دواړه مشران تر ۲۰۱۴ وروسته افغانستان ته د نړیوالو مرستو دڅرنګوالي او مصارفو په باب هم خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG