د لاس رسي وړ اتصالات

هند وايي له افغانستان سره به مرستو ته ادامه ورکړي


هند وايي له افغانستان سره به مرستو ته ادامه ورکړي
هند وايي له افغانستان سره به مرستو ته ادامه ورکړي

هند وايې چې د افغانستان دامنيتي ځواکونو د روزلو په اړه په خپلو ژمنو باندې کلک ولاړ دی. ټاکل شوې چې افغان امنیتي ځواکونه به سږکال د خپل هیواد دامنیت د ساتلو مسوولیت په هغو ولایتونو کې په غاړه واخلي چې د ناټو ځواکونه ورنه وځي.

دهند ددفاع وزیر اې کې انتوني وویل چې هند به د افغانستان په ابادولو او پراختیا کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د هند ددفاع وزیر دا تبصره نن په نوي ډهلي کې د افغانستان د دفاع د وزیر عبدالرحیم وردگ سره د خپل ملاقات په وخت کې وکړه.

د هند حکومت یوه مطبوعاتی بیانیه خپره کړې ده .په بیانیه کې ویل شوي چې ښاغلي وردگ د هند او افغانستان د خلکو د دوستئ او ملاتړ ډېره سناینه کړې ده.

د افغانستان ددفاع وزیر هند ته په یوه درې ورځني سفر باندې تللی دی. هند د افغانستان سره دوه میلیارده ډالرو مرستې وعده کړې ده.

XS
SM
MD
LG