د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به دیته چمتو نه وي چې پوځی ماموریت پای ته ورسوي، جان مکین


امریکا به دیته چمتو نه وي چې پوځی ماموریت پای ته ورسوي، جان مکین
امریکا به دیته چمتو نه وي چې پوځی ماموریت پای ته ورسوي، جان مکین

د امریکا د مشرانو په جرګه کي یو مهم جمهوري غوښتونکی سناتور، جان میک کېن وایي چي امریکا به دې ته چمتو نه وي چي بل کال ته دي په افغانستان کي خپل نظامي ماموریت ختم کړي.

سناتور میک کېن د امریکا غږ آشنا تلویزیون ته وویل چي د جمهوررئیس اوباما له خوا د عسکرو د راایستلو اصلي اعلان شوې نېټه لویه اشتباه ده. هغه وویل چي دغه مهلت د امریکا دښمنان زړه ور کړي او دوستان یې بې جرئته کړي دي.

میک کېن وویل چي نوې پیشنهاد شوې نېټه چي ٢٠١۴ کال ورته ټاکل شوی دی، امریکا او ناتو ته زیات وخت ورکوی چي د یاغیانو په خلاف هلي ځلي ترسره کړي.

سناتور میک کېن تیره هفته په کابل کي د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره کتلي وو.

XS
SM
MD
LG