د لاس رسي وړ اتصالات

د بنو په بمي چاودنه کې شل تنه پوځیان وژل شوي


د پاکستان د پوځ او استخباراتو منابع وایي چې د بنو په ښار کې پر یوه پوځي کتار باندې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه شل تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي او شاو خوا دیرش تنه نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې وشوه چې یو پوځي کتار د بنو د قبائیلي سیمې څخه د وتلو نیت درلودی.

پوځي چارواکي وایي تر اوسه نه ده څرګنده چې دا یو ځانمرګی برید و او که په کور کې جوړ شوي چاودیدونکي مواد د برید لپاره استعمال شوي دي.

دوي وایي چې سرتیري په یو ملکي موټر کې د شمالي وزیرستان رازموک نومی سیمې ته د تگ په حال کی و.

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد د تیلفوني تماس په ترڅ د برید پړه په غاړه اخیستې ده. پوځ وایي پدې اړه به خپلو پلټنو ته دوام ورکړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالینو او محلي خلکو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوې کوچنې مظاهرې په ترڅ کې د لبناني رستورانت بهر چې د جمعې په ورځ په کې ٢١ تنه ووژل شول، شعارونه نصب او د گلو کیډې کیښودې.

په یو شمیر شعارونو کې لیکل شوي وو چې: « سوله هغه څه دي چې مونږ یې غواړو.» او «مونږ به بریالي او ترهګري به ناکامه شي.»

په دې ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې پر یو لبناني رستورانت باندی خونړی برید سخت وغانده.

هغه وویل: « افغان حکومت د کابل ترهګریز عمل په سختو الفاظو عندي، دې برید د افغانستان خلکو، سیمی او نړیوالې ټولني ته یو ځل بیا خپله کرغیړنه او شیطاني څیره ور وښوده. دا د افغان حکومت له نظر د ترهگرۍ په وړاندی نه یوازې د سیمی د هیوادونو بلکې د ټولې نړۍ د هیوادونو گډ، صادقانه او مثبتو همکاریو ارزښت او اړتیا په ډاگه کوي.»

د بنو په بمي چاودنه کې شل تنه پوځیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

هغه زیاته کړه چې ترهګر غواړي په دې ډول ظالمانه بریدونو سره د خلکو په منځ کې د ډار او ویرې فضا را منځته کړي.

«مونږ به د ترهگرۍ په ضد خپلې هوډمنې او نه تسلیمدونکې مبارزې ته دوام ورکړو، ځکه دا نه یوازي د افغانانو د سولې، امن او ثبات په وړاندې شریر عمل دی، بلکې د سیمې او ټولې نړۍ امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لوی گواښ دی. »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي درې امریکایان په پیښه کې وژل شوي دي. برتانیې او کاناډا دواړو تائید کړې چې دوه دوه هیوادوال یې د کابل په پیښه کې وژل شوي دي، او ډنمارک وایي یو تبعه یې وژل شوی دی.

د کابل د یکشنبې د ورځې د کوچنۍ مظاهرې یوه ګډون کوونکې مینه وايي: ،، مونږ دلته د ترهګرۍ د غندلو لپاره راغونډ شوي یوو. مونږ د کابل شاوخوا، هلمند او پاکستان د ځانمرګو بریدونو څخه ستړي شوي یوو.،،

د نوموړې په آند دغه بریدونه «بې دلیله بې ګناه وګړي وژني.»
XS
SM
MD
LG