د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ،،افغانان چې هروخت د ننګونو پر وړاندې دریږي، یواځي به نه وي،،


د امریکا ولسمشر بارک اباما د ناټو د دویمې ورځې د غونډې پرمهال اطمینان څرګند کړ چې افغانستان د دې وړتیا لري چې د ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل امنیت بشپړ مسولیت په غاړه واخلي. ښاغلي اوباما وویل چې د افغانستان د امنیتي مسولیت د انتقال بهیر په سمه روان دی.

ولسمشر اوباما پر دې باندي ټینګار وکړ چې په داسي حال کې چې افغانان مخ پروړاندې ځي چې د خپل هیواد د امنیت چارې په خپله پرمخ یوسي، نړیوالې ټولنه به افغانستان دغسي پرې نږدي. ،،افغانان چې هروخت د ننګونو پر وړاندې دریږي، یواځي به نه دریږي،،.

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي اندراس فاغ راسموسن وویل چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه پوري به د ناټو په مشري د ایتلاف محاربوي ماموریت پای ته ورسېږي.

اوس مهال په افغانستان ۱۳۰ زره بهرني ځواکونه حضور لري او د ناټو په مشري د آیساف په چوکاټ کې فعالیت کوي. تیره اونۍ د فرانسې نوي منتخب ولسمشر فرانسوا هولانډې یو ځل بیا پر خپل هوډ ټینګار وکړ چې غواړي د روان کال تر پایه پوري په افغانستان کې د فرانسې نظامي ماموریت پای ته ورسوي.

فرانسه په افغانستان کې ۳۳۰۰ عسکر لري او د ناټو د غړو هیوادونو له ډلې پنځم هیواد دی چې په افغانستان کې ډیر عسکر لري.

ټاکل شوې چې د نړۍ مشران د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د تمویل پر مسلې باندي هم خبري وکړي چې ویل کېږي په کال کې به څلور اشاریه یو میلیارده ډالره لګښت ولري. ویل کېږي چې د امریکا متحده ایالات به د دې پیسو زیاته برخه ورکړي خو د نورو متحدینو څخه هم غوښتل شوي دي چې تر یو اشاریه درې میلیارده ډالره دي ورکړي.

امریکا او د ناټو مشرانو پر دې باندي ټینګار وکړ چې د افغانستان د مسلې نه چې کومې نتیجې ته دوي سترګي په لار دي هغه د هرې خوا نه د یوه پوره افغانستان نتیجه ده بلکې د یو داسي افغانستان نتیجه ده چې وشي کړای پر خپلو پښو ودریږي که چیري د نړیوالې ټولنې دوامدارې مرستې ته اړتیا هم ولري.

د نړۍ د ۵۰ نه زیاتو هیوادونو مشرانو په غونډه کې د یوې شیبې دپاره چوپتیا غوره کړه چې هغو په زرګونو سرتیرو ته درناوی وړاندي کړي چې د افغانستان په جکړه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG