د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د ناټو عسکر وژلی


د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د ناټو عسکر وژلی
د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د ناټو عسکر وژلی

د ناټ، قواوې وايي، یو سړي چې دافغانستان دپولېسو یونیفورم یې اغوستی و د ناټو یوعسکر یې وویشت او مړ یې کړ. د ناټو ایتلاف وايي د پنجشنبی د ورځې د پېښو تحقیقات کوي.

دا لا تر اوسه پورې نده معلومه چې برید کوونکی په ریښتیا هم پولیس و او که نه مازي یې د تېر ایستلو لپاره د پولیسو یونیفورم اغوستی و.

د ناټو ایتلاف وايي د دوی بل عسکر د هېواد په ختیځ کې وژل شویدی.

د ناټو په یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې دوه عسکر یې د بم په چاودنه کې وژل شوي او یو بل عسکر یې د خپلو زخمونو له لاسه مړ شوی دی. د ناټو ائتلاف په دې باب نور توضیحات نه دي ورکړي.

د نړیوالو قواوو ۳۳۰ تنه عسکر سږ کال تراوسه پورې په افغانستان کې وژل شویدي.

رپوټ وايي له هغه وخت راهیسې په افغانستان کې مرګ ژوبله زیاته شوېده چې ناټو افغان قواو ته یو شمېر سیمو امنیتي مسوولیتونه سپارلي دي.

په کندز کې ناامني

افغان چارواکي وایي د هغه هېواد په شمال کې په یوې بمي چاودنې کې د ملي امنیت یو چارواکی وژل شوي دي.

دغه چارواکي د ملي امنیت د ریاست د کندز په څانګه کې کار کاوه. دوی زیاتوي چې چاودنه نن وشوه او د هغه موټر پکې په بشپړه توګه له منځه تللی دی. درې تنه ماشومان هم پکې سخت ټپیان شوي دي.

دا د کندز پر یوې امنیتي کمپني باندې د تیر برید نه را وروسته چې پکې څلور تنه افغان ساتونکي ووژل شول پدې ښار کې بل لوی برید ګڼل کیږي.

له بلي خوا افغان او د ناټو قواوو په ټول افغانستان کي یو شمیر یاغیان یا وژلي یا یې ژوندي نیولي دي.

د کندز په ولایت کې ګډو قواوو چې د ازبکستان د اسلامي تحریک په یوه غړي پسې ګرځیدل هغوی په دې ترڅ کې دوه یاغیان ووژل. دغه سړی په دې تورن دی چې د کندز په ولایت کي د ځان مرګو حملې ترتیبوي.

د ناټو او افغان ګډو قواوو د زابل، کندهار او هلمند په ولایتونو کي د تلاشیو په عملیاتو کي څو تنه مشکوک یاغیان نیولي او سل کیلو ګرامه چرس یې پیدا کړي دي.

او د پکتیا په ولایت کي هم دغو ګډو قواو د حقاني د تروریستي شبکې یو مشر نیولی دی.

XS
SM
MD
LG