د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ٧ تنه د دوو چاودنو په لړ کې وژل شوي


دافغانستان چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې دوې د موټر بم چاودنې شوي دي چې په کښی مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده. یوموټر بم په کندهار کې او بل موټر بم په ننگرهار کې چول شوی دی.په کندهار کې د والي ویاند وویل یاغیانو نن د پنجشنبی په ورځ د دغه موټر بم په ذریعه دارغسان د اولسوالۍ د پولیسو پریوې تاڼې باندې برید وکړ او پنځه پولیسان ېې ووژل. په برید کې پرمړیو سر بیره شپږ کسان پکښې زخمي شوي هم دي.

دویمه چاودنه د جلال اباد په ښار کې دپولیسو په یوه پوسته کې وشوه او دوه پولیسان پکښې ووژل شول.

رپوټ وايی سمدلاسه چا ددغې چاودنی مسوولیت په غاړه ندی اخېستی .

XS
SM
MD
LG