د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په امنیتي قواوو غږ وکړ چې د هیواد امنیت ساتنې لپاره دې چمتوالی ونیسي


کرزي په امنیتي قواوو غږ وکړ چې د هیواد امنیت ساتنې لپاره دې چمتوالی ونیسي
کرزي په امنیتي قواوو غږ وکړ چې د هیواد امنیت ساتنې لپاره دې چمتوالی ونیسي

جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان په امنیتي قواوو باندې غږ کړیدی چې د هیواد نه د بهرنیو قواوو د وتلو لپاره دې ځانونه چمتو کړي.

کرزي دغه تبصرې نن د شنبې په ورځ د هیواد د ملي پوځ، ملي پولیسو او ملي امنیت د اته ویشتو صاحب منصبانو د ترفیع په مراسمو کې وکړلې.

جمهور رئیس کرزي د امنیتي قواوو صاحب منصبانو ته وویل کله چې امریکا او ناټو قواوې پدې پوه شې چې نور یې ملي ګټې په خطر کې ندي نو په افغانستان به کې پاتې نشي.

کرزي همدارنګه د خپلو خبرو په برخې کې په افغانستان کې د امریکا هغو هڅو ته اشاره وکړه چې د 1980 په لسیزې کې یې کړیدي. امریکا په هغه وخت کې د مجاهدینو سره همکاري کوله چې د شوروي په ملاتړ د وخت کمونستي حکومت ته ماتې ورکړي.

جمهور رئیس کرزي همدرانګه پخپلو خبرو کې وویل چې د مجاهدینو تر بري وروسته، امریکا، فرانسې او برتانیې په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل ځکه چې هغوي په افغانستان کې خپلې ګټې نورې نه لیدلې.

کرزي پخوا ویلي وو هغه غواړي چې د هیواد امنیتي قواوې به تر 2014 میلادي پورې د ملک د امنیت ساتنې مسؤلیت په غاړه واخلي.

کرزي د هیواد په امنیتي قواوو باندې غږ وکړ چې تر ابده دې د نړیوالو قواوو په شتون باندې تکیه نکوي او د خپلو ظرفیتونو په لوړولو دې کار وکړي. کرزي وویل چې نړیوالې ټولنې پخوا هم مونږ یوازې پریښي یو او که ممکن چې اوس هم کله چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې خپله ګټه ونه ویني نو بیا به مونږ یوازې پریږدي.

XS
SM
MD
LG