د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د امنیتي ادارو لپاره درمل له هند نه اخلي


هارون چخانسوري، وویل چې افغان امنیتي ادارو ته د هندي درملو د اخیستلو پریکړه نوي ډهلي ته د جمهور رئیس د سفر په وخت شوې ده
هارون چخانسوري، وویل چې افغان امنیتي ادارو ته د هندي درملو د اخیستلو پریکړه نوي ډهلي ته د جمهور رئیس د سفر په وخت شوې ده

د افغانستان جمهوري ریاست پریکړه کړې چې له دې وروسته د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکوانو د منسوبینو د درملنې لپاره درمل له هندي کمپنیو څخه واخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري، د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره هند ته د دوه ورځني سفر وروسته کابل ته له ستنیدلو لږ وروسته نن د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا پریکړه نوي ډهلي ته د جمهور رئیس د سفر په وخت شوې ده.

ښاغلي چخانسوري وویل چې د هند د درملو کمپنۍ باکفیته درمل تولیدوي او د هند درمل د امریکا او اروپا د درملو په نسبت ٦٠٪ فیصده په کمه بیه تولیدیږي. د هغه په وینا افغانانو تل د درملو د کفیت په هکله تشویش درلود، نو په هند کې په دې هکله بحث وشو.

هغه وویل " په لومړۍ مرحله کې به د افغانستان دولت چې کومه خریداري دوا لري، خصوصآ د امنیتي او دفاعي قواوو لپاره هغه به د هندي معتبرو کمپنیو څخه [اخلي] چې حد اقل پنځه کمپنۍ به افغانستان ته خپل کوټیشنونه ورکوي او دا کار به شروع شي".

همداشان هغه وویل چې پریکړه وشوه چې افغان او هندي خصوصي سکټور سره په ګډه د دواړو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې د ودې لپاره یو کارګو شرکت جوړ کړي.

هغه وویل چې دا شرکت به له افغانستان څخه هند ته تازه او وچه میوه او له هند څخه به چای او نور مالونه افغانستان ته راوړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند په وینا په اوس وخت کې د کندهار له هوایي ډګر څخه په اونۍ کې درې ځلې په تازه میوو بار الوتکې هندوستان ته الوتنې کوي.

ښاغلي چخانسوري وویل " د هندوستان صدراعظم په راتلوونکو کلونو کې افغانستان ته د یو ملیارد ډالرو خپله د نویو مرستو یوه بسته اعلان کړه، چې ددغو مرستو یوه برخه به یې په ښوونه او روزنه، روغتیا، انرژي او زیربناو په جوړولو په مصرف ورسیږي او انشاالله مونږ او تاسو به په راتلوونکو کلونو کې په دغو پیسو د کوچنیو او متوسطو بندونو د جوړولو شاهد اوسو".

هغه وویل، چې د تحصلي بورسونو په برخه کې له هند څخه د افغان حکومت غوښتنه دا وه چې ځوانانو ته د زده کړو د بورسونو د بهیر د دوام ترڅنګ هغو ځوانانو ته چې له زده کړو محروم شوي د حرفوي زده کړو امکانات هم برابر کړي.

په اوس وخت کې تر ۱۶۰۰۰ پورې افغان محصلین د هند په بیلابیلو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې په تیرو شپاړس کلونو کې تر شپیته زرو پورې افغان ځوانانو د هند په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کړي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند د هندي چارواکو سره د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان پلاوي د خبرو د جزئیاتو په هکله وویل، چې په دغو خبرو کې دواړه خواوې په دې نظر وې چې تروریزم یو لنډ مهاله ګواښ نه دی بلکې د ښاغلي چخانسوري په وینا دا یو منځمهاله ګواښ دی، چې د سیمې او نړۍ په کچه اجماع ته اړتیا لري.

محمد هارون چخانسوري، د حکمتیار د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د خبرو د بهیر په هکله وویل، چې په دغو خبرو کې ډیر پرمختګ شوی دی. د هغه په وینا " نهایي کیدو ته ډیر نږدې دی او په ډیر نږدې راتلونکي کې به نهایي شي او توافقنامه به امضا شي".

خو محمد هارون چخانسوري وویل، چې د سولې پروسه یوه مغلقه پروسه ده چې سولې ته رسیدل وخت ته اړتیا لري.

د یادولو وړ ده چې د روان میلادي کال د ډیسمبر په څلورمه د هند په امرتسر ښار کې د آسیا د زړه هیوادونو غونډه کیږي چې د هند صدراعظم نریندرا مودي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه چې دغه کنفرانس ورسره په ګډه پرانیزي. دې بلنې ته افغان لوري مثبت ځواب ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG