اجرائیه رئیس عبدالله د جمعې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې چې د ولسي جرګې د پخواني غړي سید مصطفی کاظمي او د هغه د پنځه نورو ملګرو وکیلانو د نهم تلین په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه، وویل چې همدا اوس افغانستان د امنیتي او بشري بحران سره مخ دی.
ښاغلي عبدالله وویل، چې دې د هغې سیاسي موافقې بشپړ پلي کیدل غواړي چې له مخې یې د ملي یووالي حکومت جوړ شوی دی.
هغه وویل، چې دده غوښتنې د افغانستان بحراني حالاتو ته په کتنې د زیاتو غوښتنو په معنی نه دي " مونږ د موافقې پلي کیدل غواړو او بشپړ پلي کیدل یې او هغه د افغانستان د خلکو په خیر ګڼو او هغه د یوې ډلې یوټولګي په خیر نه بلکې د افغانستان د نظام په خیر ګڼو".
د افغانستان اجرائیه رئیس وویل چې په دې هکله لا هم د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.
هغه وویل، که چیرې دا کار وشي نو د افغانستان ډیرو ستونزو ته به د حل لارې چارې وموندل شي.
اجرائیه رئیس افغان حکومت سره د اسلامي حزب د سولې د موافقې څخه هم ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې که نورو وسله والو مخالفانو ډلو سره هم د سولې کومه موافقه د اساسي قانون غوښتنو ته په پاملرنې کیږي باید سل په سلو کې موافقه پلي شي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې د جمعیت اسلامي د ګوند رئیس هم دی، دې غونډې ته په وینا کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي موافقې د لاسلیک په اړتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو یو دلیل د ټاکنیزو اصلاحاتو په پایله کې د لویې جرګې جوړیدل او د افغانستان د سیاسي نظام په جوړښت کې اصلاحات راوستل وو.
ښاغلي رباني وویل " د هیواد په سیاسي جوړښت کې د قدرت د مناسباتوڅخه د ناسم تعریف له امله تاسو ګورئ چې په دې وروستیو کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د جدي بحثونو شاهدان یو، په کار نه وه چې اوسنیو حساسو شرایطو کې خبره دې ځای ته رارسیدلې وې، دا بحثونه دا ښيي چې د متمرکز نظام تجربه په ټپه دریدلي حالت سره مخ شوې ده ".
د بهرنیو چارو وزیر وویل، اوس هغوی چې د دغسې یو نظام څخه یې ډیر کلک ملاتړ کوه هم د دغې نظام څخه نور ملاتړ نه کوي.
ښاغلي رباني وویل، چې د افغانستان نړیوال دوستان هم دا ګڼي چې دا ډول نظام د افغانستان ستونزو ته ځواب نه شي ورکولی.
صلاح الدین رباني وویل، چې د دې ترڅنګ چې د جمعیت اسلامي ګوند د ملي یووالي په حکومت کې غړیتوب لري، د حکومت په دننه او بهر کې یې د سیاسي خوځښتونو او سیاسي ډلو سره ناستې ولاړې د همدې هدف د پلي کیدلو لپاره کړي دي.
هغه وویل، چې د جمعیت اسلامي ګوند د لنډ مهالو پروګرامونو د پلي کیدو په برخه کې د هیڅ کوم جریان سره په معامله کې شریک نه دی.
صلاح الدین رباني وویل، چې د قدرت د عادلانه ویش او ټولنیز عدالت د پلي کیدواو د خپل برخلیک د ټاکلو په پروسه کې د ټولوخلکو د ګډون لپاره په اساسي قانون کې تعدیل راوستل ضروري دي.
که څه هم هغه په ځانګړي ډول د کومې ډلې نوم وانخیست، خو د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند چارواکو تیره اونۍ خبریالانو سره په خبرو کې د ښاغلي رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند سره په یولړ موضوعاتو د خبرو په هکله معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دغو خبرو کې د یو موقتي حکومت د رامنځ ته کیدلو مسله هم شامله وه.
د افغانستان جمهوري ریاست په دې هکله لا غبرګون نه دی څرګند کړی.
دې غونډې ته د ملي یووالي د حکومت یو شمیر نورو چارواکو او د پارلمان غړو هم ویناوي وکړې.
سید مصطفی کاظمي نهه کاله وړاندې د ولسي جرګې د یو پلاوي سره د بغلان ولایت د حالاتو د ارزولو لپاره د سفر په وخت ددغه ولایت په مرکز کې په یو ځانمرګي برید کې د پنځه نورو وکیلانو سره ووژل شو.
په دغه برید له شلو زیات کسان وژل شوي وو، چې زیات شمیر یې د ښوونځیو زده کوونکي وو.