د لاس رسي وړ اتصالات

د ازادۍ ۷۰ کاله وروسته هم سکان د کور په لټه کې دي


د رادیش سنګ نیکه یولس کلن و چې د هند د پنجاب ایالت نه یې د پاکستان پېښور ښار ته کډه وکړه. دا د ۱۹۰۱ کال خبره ده چې انګلستان په هند باچاهي کوله او د پاکستان د جوړیدو لا نوم او نښان هم نه لیدل کیده. پېښور ته به هغه وخت خلک د کار روزګار په لټه کې راتلل.

د سنګ نیکه بیرته خپل کلې ته لا نه ړو او هغه وخت هم په پېښور کې پاتي شو چې هندوستان او پاکستان جوړ شول. په هندوستان کې زیاتره هندوان دي او په پاکستان کې د مسلمانانو اکثریت دی.

د هندوستان ازادي او بیا د پاکستان د جوړیدو نه وروسته چې خلکو مهاجرتونه کول نو په ملیونونو کسان د هندوانو او مسلمانانو په شخړو کې ووژل شول.

د سنګ کورنۍ نه خو هندوان دي او نه هم مسلمانان، هغوي سکان دي او په دواړو ملکونو کې اقلیت دي.

د برتانیې نه د ازادۍ ترلاسه کولو نه وروسته د دې اویا کلونو په مودې کې سکانو د هندوستان نه د خپلواکۍ ترلاسه کولو مبارزه شروع کړه. سکان چې په پنجاب ایالت کې اکثریت لري غواړي چې دغه ایالت د هند نه بیل شي او خپلواکه ملک شي.


تراوسه پورې هغوي په خپل مقصد کې ندي کامیابه شوې. بلې خوا ته هغه سکان چې په پاکستان کې ژوند کوي هغوې هم په ورستیو کې طالبانو په نښه کړیدي.سنګ وایي چې د هغه نیکه د غریبۍ د لاسه دیته مجبوره و چې هم دلته ژوند وکړي. هغه وايي چی کله سړی غریب وي نو بیا هر څه ته ځان تیار کړي.


سنګ وایي چې د پاکستان د جوړیدو نه وروسته تراوسه پورې داسې ښکاریده لکه چې زمونږ په پيښور کې د پاتې کېدو فیصله سمه وه خو په تیرو څو کلونو کې حالات بدل شول. هغه وایي چې پېښور د هغوې لپاره ځکه هم ‌‌‌‌‌‌ډیر مهم دی چې دا ښار د سکانو تاریخي ښار دی او په اتلسمه پېړۍ کې رنجیت سنګ په دې سیمه حکومت کړیدی. د پېښور مشهوره قلعه بالاحصار رنجیت سنګ جوړه کړي ده.

نن سکان په پاکستان کې یو د هغو اقلیتونو د جملې نه دي چې شمیر ې بیخې ‌‌‌‌‌‌ډیر کم دی. په پاکستان کې دا وخت ۳.۶ فيصده غیر مسلمان دي.

سنګ وایي چې د ۱۹۸۴ کال پوري د پاکستان هندوانو او سکانو د ملګرو پشان ژوند کاوه، د یو بل سره به یې ودونه هم کول خو کله چې په دغه کال کې اندرا ګاندي د هغې سک محافظ ووژله نو په پاکستان کې هم د سکانو او هندوانو تعلق خراب شو.

سنګ وایي چې په پاکستان کې د هغوي د عبادت اکثره ځایونه چې ورته ګردواره ویل کیږي، ویجاړې شویدي.

هغه وایي چې د هغې نه وروسته چې په پاکستان کې سختدریځه مسلمانانو فعالیتونه شروع کړیدي، اکثره سکان اوس غواړي چې د پېښور نه ووځي." زه غواړم چې یو بل ملک ته لاړ شم، زه په پاکستان او هندوستان دواړو ملکونو کې ژوند نه کول غواړم." هغه وایي چې کله هند ته ځي نو هغوي پرې شک کوي چې کیدی شي د بیلتون غوښتونکي سکانو سره د مرستې لپاره راغلی وي.

سنګ وایي چې په ياکستان کې د هغې نه وروسته حالات خراب شول چې د شوروي اتحاد عسکرو په افغانستان یرغل وکړ او پاکستان په دغې جګړې کې ښکېل شو.
خو وایي چې په 2001 کال کې د امریکايي ځواکونو افغانستان ته د راتګ نه وروسته حالات لا نور خراب شول او طالبان پاکستان ته راغلل. هغه وايي چې په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوې د سخت قوانینو نه ویریږي او په دې وجه غواړي د هغه ملک نه وتیښتي.

XS
SM
MD
LG