د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتون نرس په مفلوجې مریضې د جنسي تیري په تور نیول شوی


د امریکا د اریزونا ایالت د فینکس په ښار کې یو نرس په یوې شلې مریضې د جنسي تیري په تور نیول شویدی، دغې ښځې د جنسي تیري په نتیجه کی یوه میاشت مخکې ماشوم زیږدولی و

په روغتون کې د یوې شلې ناروغه ښځې د ماشوم پیدا کیدو خلک سخت غوسه کړي و او د حکومت نه یې د مسولو کسانو د نیولو غوښتنه کړي وه.

د فینکس د پولیسو یو مشر ویلي دي چې نتن سنډرلینډ یې په مریضې د جنسي تیري په تور نیولی دی او تحقیقات ترینه روان دی.

دغه پیښې په روغتونونو کې د پرتو هغه مفلوجو ناروغانو د امنیت په اړه هم بحثونه پارولي دي چې د ژوند لپاره د نورو مرستې ته ضرورت لري.

نرس چې د ناروغانو مسیحا او ملگري گڼل کیږي، د فینکس په روغتون کې په یوې شلې مریضې جنسي تیري وکړل او دغه مریضې هم د ناروغۍ په حال کې یو ماشوم پیدا کړ.

د ماشوم د پیدا کیدو نه وروسته د روغتون مامورینو په روغتون کې د کارکونکو د ډي این ای ازموینه وکړه چې د یو نرس نتن سنډرلینډ ډي این دی د ماشوم سره یو شان و.

دغه تورن کس تروسه پورې په ځان د لگیدلو تورونو ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG