د استنانبول د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د خپل گوند له ماتې وروسته ویلي چې له دې ماتې یې درس اخیستی او د خپل گوند سیاستونه به د خلکو له غوښتنو سره سم تنظیم کړي.
ښاغلي اردوغان چې د ترکیې پارلمان ته یې خبرې کولې یو ځل بیا یې اکرام امام اوغلو ته د استانبول په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله.
د استانبول د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ښاغلي اوغلو بریالیتوب د ښاغلي اردوغان گوند ته یو بیسارې ماتې گڼل کیږي چې شاوخوا د یوې تیرې لسیزې راهیسې یې د استانبول مشري کوله.
ښاغلي اردوغان د خپل گوند وکیلانو ته په خطاب کې وویل: "سیاسي درک ته په پاملرنې چې لرو یې، نشو کولای (د انتخاباتو د نتیجې په اړه) په غوسه اوسو او یا خلک گرم وگڼو".
هغه زیاته کړه: "مونږ ددې توان نلرو هغه پیغام چې خلکو مونږ ته رااستولی، وا نه ورو".
ښاغلي اردوغان ټینگار وکړ چې گوند به یې په هغه غونډه کې چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ وشي، د "ناکامیو، څو څو ټوټه ټوټه والي او موجودو سهوو" په هکله بحث وکړي او د حل لارې چارې به ولټوي.
امام اوغلو د استانبول په ټاکنو کې وکړای شول د ٧٠٠ زرو رایو په تفاوت خپل سیال ته ماتې ورکړي.
ښاغلی اوغلو د مارچ د میاشتې په ټاکنو کې هم د ١٣ زرو رایو په تفاوت خپل سیال ته ماتې ورکړې وه، خو د انتخاباتو نتیجه د ښاغلي اردوغان گوند ونه منله.