د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي اردو د ماین شنډولو قطعه عصري ټکنالوژي کاروي


بريدمل قمرالدين په خوست کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو په لوا کې د سړک غاړې د بمونو شنډولو د قطعې عسکر دی. هغه د تمرين لپاره سهار شاوخوا نهه بجې د خپل ګروپ په ملتيا هغې سيمې ته ځان رسوي، چې ګني هلته د سړک غاړې ماين خښ شوی.

سيمې ته په رسیدو سره د بمونو د شنډولو د انجنيرانو دغه ډله په نيمه دايره کې خپل روزنکي ته مخامخ درېږي. روزنکی ورته د بم تر شنډولو مخکې د اړينو تدابيرو د نيولو لارښوونې کوي.

قمرالدين له سره تر پښو د ماين ضد زغره اغوندې او بيا قرار، قرار د خښ شوي ماين په طرف حرکت کوي. هغه د تمرين پرمهال هم وايي، داسې فکر کوي، چې د يوه سخت او بې رحمه دښمن مقابلې ته ورځي.

”انشاالله موږ به هر وخت د خپل وطن خدمت کوو. دا بمونه يواځې د نظاميانو لپاره ندي، بلکې ملکي خلکو ته جدي خطر دی. موږ دې خدمت تيار يو‟.

په خوست کې د بمونو د شنډولو د قطعې قوماندان لومړی بريدمن عبدالرحمن وايي، په هرو دريو مياشتو کې د دغې برخې تر شلو زياتو سرتېرو ته د بمونو شنډولو مهارتونه ورزده کوي.

هغه وايي، چې د دې ولايت د ملي اردو په ټولو جزتامونو کې د سړک غاړې د ماينونو خنثی کولو روزل شوي سرتېري، روبوټ او تر ډېره بريده نور پرمختللي وسايل لري.

”هم عملي او هم نظري درسونه لرو. په عملي درسونو کې تاسو وکتل، چې عملاً مو ورته وښودل. د نظري درسونو لپاره د تدريس ځای لرو او ټول وسايل او مهم مو ورته برابر کړي دي‟.

بريدمن عبدالرحمن زياته کړه، چې په تېرو لسو مياشتو کې يې د دغه ولايت په مختلفو برخو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري د سړک د غاړو څه باندې ۴۵۰ خښ شوي لوی او واړه بمونه شنډ کړي.

هغه وايي، چې د روان ۱۳۹۴ هجري لمريز کال په اوږدو کې د دا ډول بمونو لږشمېر چاودنې لري، چې ځينې کسان يې مړه او ټپيان کړي. هغه زياتوي، تقريباً په بشپړ ډول ددې برخې د تلفاتو په مخنيوي کې بريالي شوي.

” دا سرتېري ډېر موثر ثابت شوي. مخکې به موږ په خپله دغه دنده ترسره کوله، خو اوس مو کسان روزلي او جزتامونه په خپله دا دندې ترسره کوي‟.

نظامي قوتونه وايي، چې که د ماينونو او نورو ناچاوده مهماتو په کشف او راپور ورکولو کې ولسي خلک خپله همکاري نوره هم زياته کړي، ممکن په دغه برخه کې هيڅ تلفات ونلري.

” زده کړې مې په مزارشريف کې کړې دي. يونيم کال کېږي، چې دلته راغلی يم او ۱۶ ماينونه مې شنډ کړي دي. موږ ډېر ښه درسونه ويلي دي او طالبان مو ناکام کړي دي. خلک موږ ته بايد راپور راکړي‟.

د سړک غاړې بمونه د وسله والو طالبانو له عمده او مهمو جنګي تاکتيکونو څخه ګڼل کېږي. دغه ماينونه د ځانمرګو او موټربم حملو ترڅنګ د افغان او نړيوالو قوتونو او همدارنګه د ملکيانو د ډېرې مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG