د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی رئیس وایې کیدلې شي په راتلونکو انتخاباتو کې ډير خلک له راې ورکولو بې برخې پاتې شي.
احمد یوسف نورستانی د امریکا غږ د خبریال حکمت سروش سره په دغه ځانګړې مرکه کې وایي چې د وخت د کموالي له امله د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ناشوني دي.
د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو پراساس، د ولسي جرګې د ټاکنو لمړني نتایج به د عقرب په نونلسمه نیټه او د شکایتونو تر اوریدو وروسته، نهایي نتایج به د قوس په نهه ویشتمه نیټه اعلان شي. د ولسوالیو د شوراګانو لمړنۍ پایلې به د قوس په اتلسمه اعلان شي او نهايي نتایج به يي د دلوې میاشتې په څلورمه وي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اوسني رئیس احمدشاه زمانزي نن (سیپتمبر۳) د کمیسیون غونډې ته وویل چې د رأیپاڼو چاپ او د ټاکنیزو توکو لیږد، همدا نن پیل شو او په تدریجې توګه به د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۳ پورې دوام ولري.