د لاس رسي وړ اتصالات

بیل کلینټن د ایډز په خلاف د سمې مبارزې غږ کړی


بیل کلینټن د ایډز په خلاف د سمې مبارزې غږ کړی
بیل کلینټن د ایډز په خلاف د سمې مبارزې غږ کړی

د امریکا پخواني جمهور رئیس بیل کلینټن د ایډز د ناروغی لپاره په خیریه مؤسسو غږ کړی چې د بډایو ملکونو د مرستې پیسې په سمه توگه مصرف کړي.

ښاغلی کلینټن پرون دا خبرې په ویانا کې د ایډز په نړیوال کنفرانس کې وکړې.

پخواني جمهور رئیس وویل چې یو زیات شمیر موسسی ډیرې پیسې بی ځایه خرڅوي او په خپلو مامورینو ډیری پیسی لگوی چی غونډو او کنفرانسونو ته یې ولیږي.

هغه زیاته کړه چې هر ډالر چې بې ځایه لگول کیږي د یوه انسان ژوند په خطر کې لویږي.

ښاغلي کلینټن همدا شان د جمهور رئیس براک اوباما د هغو هڅو ستاینه وکړه چې غواړي د ایډز سره د مبارزې لپاره زیاته بودیجه ورکړي.

پر ښاغلي اوباما باندې ددغه اقدام له آمله ډیرې نیوکې هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG