د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ د مرکزي او جنوبي اسیا مشر اکبر ایازي د ۶۵کلونو په عمر وفات شو


د افغانستان پېژندل شوي ژورنالېست او امریکاغږ د مرکزي او جنوبي اسیا د برخې مشر محمد اکبر ايازي تېره شپه په واشنګټن کې د ۶۵ کلنۍ په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

محمد اکبر ایازي د محمد انور خان ایازي زوی او په ۱۳۳۳ کال کې په کندهار ښار کې زېږېدلی دی.

هغه خپلې لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې زده کړې په کندهار کې تر سره کړي او په ۱۳۶۵ کال کې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځۍ څخه تر فراغت وروسته یې د هند د نوي ډيلي له جواهر لال نهرو پوهنتون څخه په تخنيکي مديريت کې ډيپلوم اخيستئ دئ.

مرحوم ایازي لومړی په کابل کې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون سره د خبریال په توګه کار کاوه چې پر افغانستان د وخت د شوري اتحاد تر حملې وروسته امریکاته تر مهاجرت وروسته هلته له امریکا غږ سره د خبریال په توګه کار پیل کړ.

نوموړی په ١٩٨٦مېلادي کال کې د امريکاغږ راډيو د اسيا د څانګي مشر پروډيوسر وټاکل شو، چې تر ٢٠٠٢مېلادي کال پوري پر همدې دنده پاته شو؛ نوموړی په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د ازادي راډيو مشر و ټاکل.

اکبر ايازي لس کاله په ازادي راډيو کې د افغانستان د څانګې د رئيس او بيا د مرکزي او جنوبي اسيا د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه په ۲۰۱۵ کال کې په امريکا غږ کې د جنوبي او مرکزي اسيا سيمه ييز مشر و.

ارواښاد اکبر ايازي له امريکا غږ سره په خپله يوه مرکه کې ويلي وو چې له ژورنالېزم سره يې له کوچنيوالي مينه وه.

ده ویلي وو: ما په ژورنالېزم کې تقريباً ٣٥ کاله کار کړى، ٢٤ کاله په امريکا غږ کې او ١٠ کاله په ازادي راډيو کې، زما له دې مسلک او کار سره مينه ده.

د ارواښاد ايازي کورنۍ وايي، د هغه د جنازې او فاتحې په اړه به وروسته معلومات خپاره کړي.

له ارواښاد ايازي څخه درې لوڼي (اویستا ایازي، سارا ایازي او مسکا رحیمي) او يو زوی (ایمل ایازي) په نومونو پاته دي.

د نوموړي پرمړینه افغان حکومت په ګډون ګڼو فرهنګیانو، سیاسي شخصیتونو اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG