د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: القاعده اوس د سپتمبر د یوولسمې نېټې په شان برید نشي کولای


یو کال وروسته له هغه نه چې د القاعدې د سازمان مشر اسامه بن لادن د امریکا په یوه عملیاتو کې ووژل شو، دغه سازمان اوس ویرېدلی ، اغیزمن شوی او خپل د ځان د بچولو په هڅه کې دی او نشي کولای چې د امریکا په خاوره باندي د سپتمبر د یوولسمې نېټې په شان بریدونه وکړي.

خو دغه ترهګریزه ډله اوس هم ارمان لري چې بیا ځان راپورته کړي. په امریکا کې د ترهګرۍ د چارو ماهرینو خبرداری ورکړی دی چې القاعده ښايي یو خت برید وکړي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا نظامي عملیات دغه هیواد ته په ۱،۲۸ ټریلیونه ډالره تمام شوي دي یعنی ۱۲ زرو اتیا میلیارده ډالره او په دواړو جګړو کې امریکا تر اوسه پوري ۶۳۰۰ سرتیري د لاسه ورکړي دي . دغو عملیاتو د القاعدې سره تړلي ډلې مجبوري کړې چې د یمن څخه تر عراق پوري بیا منظم شي.

ویل کېږي چې د القاعدې دویم ستر کس ایمن الزواهري هم د پاکستان په غرنیوو سیمو کې اوسېږي لکه د القاعدې مشر اسامه بن لادن چې په دغه هیواد کې د څو لکونو دپاره اوسیدی.

په واشنګټن کې د راند د تحقیقاتي مرکز څخه څیړونکی سیډ جونس چې د امریکا د ځانګړو عملیاتو سلاکار هم دی وايي چې دا به خوش باوري وي چې ووایوو چې القاعدې ماته خوړلې ده. هغه وايي چې القاعدې د نړۍ په کچه خپل حضور زیات کړی دی او د یمن په شان په ځینو سیمو کې یې د سیمو کنټرول هم په لاس کې دی.

د القاعدې د سازمان انځور امریکایانو ته پیچلی او مغلق دی. امریکايي چارواکي وايي چې د بن لادن زړه ډله اوس ډیره کمزورې سوې ده خو په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې. دوي وايي چې اوس نورې کوچنۍ ډلې دي چې لویدیځ اهداف او د امریکا متحدین په نښه کوي او دا ارمان لري چې د القاعدې د سازمان په شان د سپتمبر د یوولسمې نېټې معادلې حملې ترسره کړي.

ترټولو خونړۍ ډله یې په یمن کې اوس فعالیت کوي.

تر اوسه پوري د امریکايي اهدافو پر ضد کومه روښانه دسیسه نه تر سترګو کېږي خو امریکايي اتباعو ته په پاکستان او نورو سیمو کې ویل شوي دي چې د مې د ۲ مخکي دي پرځان پام کوي ځکه دا هغه نېټه ده چې امریکايي ځانګړو ځواکونو دپاکستان د ایبیټ آباد په ښار کې د القاعدې مشر ووژی.

XS
SM
MD
LG