د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سنا مجلس د یوې څوکۍ انتخابات ولې دومره مهم دي؟


د الاباما د سنا څوکۍ ته کاندید سیالان جمهوري غوښتونکي روی مور او دموکرات دگ جونز
د الاباما د سنا څوکۍ ته کاندید سیالان جمهوري غوښتونکي روی مور او دموکرات دگ جونز

جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان دواړه کوښښ کوي چې د سنا مجلس کې د متحده ایالاتو د لوی څارنوال، جیف سشنز تشه شوې مهمه څوکۍ وگټي.

د سې شنبې په ورځ (ډیسمبر ١٢) سهار وختي د سنا مجلس ددې مهمې څوکۍ لپاره د رایو مرکزونه پرانیستل شول.

که څه هم سیالي د جمهوري غوښتونکي روی مور او دموکرات دگ جونز ترمنځ ده، خو په حقیقت کې دا د جمهور رئیس ترمپ سیالي هم گڼل کیږي، او دا ځکه هر چا د هغې په گټلو سره د سنا په مجلس کې د گوندونو ترمنځ د قدرت انډول بدلیږي.

کچیرې د الاباما ایالت د سنا مجلس څوکۍ روی مور وگټي په دې مجلس کې به د جمهوري غوښتونکو قدرت نور هم ډیر شي او که دگ جونز یې وگټي نو دموکراتان به زړور شي او د امریکا د جمهوري غوښتونکي ولسمشر دونالد ترمپ حکومت لپاره به ستونزې ډیرې کړي.

په دې ټاکنو کې بله د پام وړ خبره دا ده چې جمهوري غوښتونکي کاندید روی مور باندې د جنسي ځورونو تورونه دي.

د الاباما پخوانی قاضي القضات، جمهوري غوښتونکي، روی مور د جنسي ځورونې تورونه رد کړي چې وایي کله هغه دریش کلن و له داسي نجونو سره یې جنسي اړیکې درلودې چې هغوی هغه مهال کم عمره او حتی یوه یې ١۴ کلنه وه.

خو ښاغلی مور وایي دغه ښځې نه پیژني او نه یې هم څوک ځورولي دي.

د ښاغلي مور سیال، دگ جونز دموکرات او پخوانی څارنوال دی. ښاغلی جونز وایي په ښاغلي مور باندې د جنسي ځورونې تورونه د دې لامل شوی چې هغه په سنا مجلس کې د کار لپاره مناسب نه وي.

د ټاکنیز کمپاین په وروستیو ورځو کې، جمهور رئیس ترمپ د روی مور په پلوي په فلوریدا کې ېوې غونډې ته خبرې وکړې او له ښاغلي مور نه یې ملاتړ وکړ. ښاغلی مور هم اوس د دونالد ترمپ د اجندا ملاتړ کوي.

د روی مور په وینا سنا مجلس ته د ده انتخاب د ولسمشر ترمپ د ملاتړ په مانا ده.

په سنا کې د اکثریت د مشر، میج مکانل په گډون یو شمیر جمهوري غوښتونکي سناتورانو په مور غږ کړی چې د جنسي ځورونې د تورونو له امله له دې سیالۍ نه ووځي.

د دې سره سره اکثره رای اچونکي بیا په هغه باندې د تورونو په اړه شک لري.

د بروکنز انستیوت کې څیړونکی بل گالستن وایي په الباما کې د روی مور بریا به د کانگرس د راتلونکې کال په ټاکنو کې د دموکراتانو لپاره ډیر رای اچونکې وهڅوي.

د دې ټاکنو نتیجه کیدای شي په سنا مجلس کې د قدرت په انډول باندې اغیزه وکړي چېرې چې جمهوري غوښتونکې ٥٢ او دموکراتان ۴٨ څوکۍ لري.

د کانگرس غړي وايي که روی مور انتخابات وگټي نو د سنا مجلس به یې له اخلاقي نظره وپلټي.

دا چې ښاغلی مور د امریکا د سنا مجلس ته انتخابیږي که نه، دا پرېکړه به نن د الباما خلک وکړي او ټوله امریکا دا ټاکنې په روی مور باندې د جنسي ځورونې د تورونو له وجې له نږدې څاري.

تېره اونۍ ډموکراټ سناتور الفرنکن خپله استعفا وروسته له هغه اعلان کړه چې څو ښځو ور باندې د جنسي ځورونو تورونه و لگول.

خو د روی مور قضیه په دې هم مهمه ده، چې ددې تورونو برسیره ولسمشر ټرمپ یې ملاتړ کړی دی، ځکه چې د سنا د څوکۍ موضوع مطرح ده.

XS
SM
MD
LG