د لاس رسي وړ اتصالات

الجزایر کې د نړۍ درېیم ستر جومات پرانیستل شو


جامع الجزایر د افریقا لویې وچې کې تر ټولو ستر جومات شو.
جامع الجزایر د افریقا لویې وچې کې تر ټولو ستر جومات شو.

په الجزایر کې یکشنبه فبروري ۲۵ (کب شپږمه) یو ستر جومات پرانیستل شو چې د سیاسي ګډوډیو له کبله یې نوم او د پرانیستل کیدو نیټه بدله شوې وه.

د جامع الجزایر په نامه دې جومات باندې کار په ۲۰۱۰ کال کې پیل شو چې د رغونې چارې یې د چین یو شرکت پر مخ یوړلې.

د دې جومات مناره ۲۶۵ متره لوړه ده چې په نړۍ کې تر ټولو لوړه مناره ده او درېیم ستر جومات دی. په دې جومات کې په یو وخت کې ۱۲۰ زره لمونځ کوونکي ځایدلی شي.

په جومات کې د شمالي افریقا او عربي نړۍ له ډیزاینونو څخه کار اخیستل شوی. د هیلکوپترې کښیناستلو او پرواز کولو لپاره ځانګړی ځای لري او په کتابتون کې یې تر یو میلیون پورې کتابونه ځایدلی شي.

د الجزایر جمهور رئیس عبدالمجید تبون چې ژمنه یې کړې وه دا جومات به په شاندارو شرایطو کې پرانیزي، د یکشنبې په ورځ یې په خپله پرانیست خو د پرانیستې دا مراسم یوازي تشریفاتي و ځکه چې څه باندې پنځه کاله کیږي د نړۍ سیلانیان دې جومات ته ورځي خو په رسمي توګه لا نه و پرانیستل شوی.

د الجزایر حکومتي چارواکو ویلي چې د دې جومات په رغولو ۸۹۸ ملیون ډالر لګول شوي.

د دې جومات د جوړولو پروژې اصلي پیل کوونکی د الجزایر پخوانی جمهور رئیس عبدالعزیز بوتفلیقه و او طرحه یې دا وه چې د افریقا په لویې وچې کې به تر ټولو ستر جومات وي.

هغه غوښتل دا جومات یې د میراث په توګه یاد شي او نوم یې پرې د " عبدالعزیز بوتفلیقه جومات" ایښی و لکه په ګاونډي هیواد مراکش کې د حسن ثاني جومات چې ددې هیواد په پایتخت کزابلانکا کې جوړ شوی.

دا جومات د مراکش د یو پخواني باچا په نوم جوړ شوی. مراکش د الجزایر ګاونډی او سیال هیواد دی او یو وخت همدا جومات د افریقا په لویې وچې کې تر ټولو ستر جومات و.

خو دا چې په ۲۰۱۹ کال کې په الجزایر کې پراخې ولسي مظاهرې پیل شوې او مخکنی جمهور رئیس ښاغلی بوتفلیه اړ شو چې شل کاله په واک کې تر پاتې کیدو وروسته استعفا وکړي، هغه ونشو کړی دا جومات د ژمنې سره سم د ۲۰۱۹ کال د فبروري په میاشت کې پرانیزي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG