د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې د یمن د څانګې لخوا د یوې امریکایي الوتکې د چولو لپاره ګمارل شوي کس د امریکا لپاره کار کاوه


د امریکا د مطبوعاتو رپوټونه وایي چي هغه سړی چي په یمن کي د القاعدې د څانگي له خوا لیږل شوی و چي هغه الوتکه چي امریکا ته راروانه وه په بم والوځوي، هغه اصلا ډبل جاسوس و چي د امریکا د پاره یې کار کاوه او د القاعدې تروریستي شبکې ته یې هم لاره کړې وه او د ځان مرگه حملې د پاره یې په خپله خوښه ځان چمتو کړی و.

د استخباراتو امریکایي او خارجي چارواکو چي نومونه یې نه دي ذکر سوی، ددغه بم چولو ددسیسې په اړه معلومات ورکړي دي. هغوي ویلي دي چي دغه سړي چي غوښتل یې خپل بم وچوي څنگه دغه بم چي په پیچلي تخنیک جوړ سوی و، امریکایي او سعودي چارواکو ته ورکړ او همداراز یې په یمن کي د القاعدې په یوه مشر باندي د هوایي حملې په اړه اطلاعات هم ورکړل

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي چي هغه اطلاعات چي پرون د سه شنبې په ورځ ترلاسه شوي دي،« په استخباراتو کي یوه فوق العاده کودتا » څرگندوي.دغي ورځپاڼي لیکلي دي چي دغه جاسوس چي دواړو خواو ته یې کار کاوه وکړای سول د یمن نه ووځي او د متحده عربي اماراتو له لاري د( سي آي اې ) او د سعودي عربستان د جاسوسانو او نورو جاسوسي ادارو سره وگوري. ددغه سړي هویت لا نه دی څرگند سوی.

XS
SM
MD
LG