د لاس رسي وړ اتصالات

الظواهري د القاعدې د نوي مشر په توګه اعلان شو


الظواهري د القاعدې د نوي مشر په توګه اعلان شو
الظواهري د القاعدې د نوي مشر په توګه اعلان شو

القاعده وايي چې اېمن الظواهري ېې داسامه بن لادن پر ځاې د خپل نوي مشر په توګه ټاکلې دی. اېمن الظواهري چې په مصر کې زیږېدلی دی، د ټاکل کیدو اعلان یې د اسلامي ډلو په ېوه وېب پاڼه کې خپور شوی دی. القاعدې سمدستي ژمنه وکړه چې دامرېکا او اسراېلو پر خلاف به خپل جهاد جاري وساتي اوامرېکا او اسرایل دواړه یې د تیري کوونکو کافران وبلل.

القاعدې اعلان وکړ تر څو چې ټول تېري کوونکي او متجاوز پوځونه داسلام د خاورې نه وتلي نه وي نو ترهغې پورې به زمونږ جنګ دوام ولري .

اېمن الظواهري چې د طب ډاکتر دی او رشته یې جراحي ده، بله هفته ٦٠ کلن کیږي. هغه د ډیرې اوږدې مودې نه دالقاعدې دپخواني مشر اسامه بن لادن مرستېال ؤ او د ټرورزم کارپوهان په د ېباور دي چې اصلا اېمن الظواهري دالقاعدې د عملیاتو او استراتېژئ جوړونکی دی.

ډېرو څېړونکو ډېر مخکې دا فکر کوه چې په پاکستان کې دامرېکاېې کوماندوګانو په ېوه حمله کې داسامه بن لادن د وژلو نه وروسته به الظواهري د القاعدې د نوي مشر په توګه وټاکل شي.

ګومان کېږي چې الظواهري دافغانستان او پاکستان ترمنځ په غرونو کې چېرې پټ دی او له همدغه ځاېه دالقاعدې عملېات رهبري کوي. دامرېکا دحکومت دټرورزم ضد ادارې ېوه مامور، جان برېنن په روانه هفته کې اعلان کړې ؤ چې امرېکا لګېاده کوښښ کوي چې الظواهري پېد اکړي او وايي وژني.

اېمن الظواهري دمصر دېوې تعلېم ېافته او بډاېې کورنې غړی دی چې زېاتره غړي ېې ډاکترانو او پوهانو په توګه روزل شوي دي، خو هغه د ډېرې هلکوالئ نه داسلام د رادېکالې او تندروې مفکورې خاوند ؤ کله چې هغه دطب رشته لوستله او تحصېل یې کوه نو په هماغه وخت کې ېې دمصر د الجهاد اسلامي ډله جوړه کړه.

کله چې اسامه بن لادن دامرېکا په ېوه حمله کې ووژل شو نو اېمن الظواهري په خپله وېن اکې دپه امرېکا باندې د ټروریستي حملو د طراح ډیره ستاینه وکړه او ويې ویل چې هغه د خپل رب حضور ته د الظواهري په وینا د یوه شهید په توګه ورغی.

هغه تل د لویدیځو قدرتونو ډېره کلکه غندنه کوي او په عربي دولتونو باندی له دې امله ډېر انتقاد کوي او وايي څرنګه چې هغوئ د امرېکا ډېر نژدي انډېوالان دي نو ځکه بی دېنه دي الظواهري د افغانستان دطالبانو دمشر ملا محمد عمر سره خپله وفاداري اعلان کړې او نوموړې ېې دمسلمانانو دامېر په نوم ېاد کړ.

الظواهري په خپله ېوه رېکارډ شوې وېنا کې وايي چې د لېبېا دمشر معمر القذافي پر خلاف د ناټو دهواېې حملو اصل مقصد دادی چې لوېدېځ ملکونه ېې د تېلو په دولت باندې قبضه وکړي. نوموړي دمصر، او سورېې د جابرو مشرانو پر ضد ولسي پاڅون ستاېنه کړې ده. د امرېکا حکومت دالظواهري په سر ٢٥ مېلونه ډالر انعام اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG