د آمریکا د استخباراتو یو مامور وايي چې د القاعده ترهګرو دریمه درجه مشر مصطفی ابوا لیزید په پاکستان کې د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.
دغه چارواکي چې د نوم اخیستلو نه یې ډډه وکړه خو امرېکا غږ ته ېې وویل چې استخباراتي مامورین قوي دلیل لري چې یزېد چې د شیخ سعید المصري په نامه هم مشهور و، د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې هغه وخت ووژل شو چې د پاکستان په قبایلي سیمه کې پټ و او توقع ده چې دهغه دوژلو رپوټ صحېح وی. دهغه وژل به د ترهگری خلاف هڅو کې ېوه کامېابی وی.
څو خصوصي استخباراتي سازمانونو ویلي دي چې د ابوالیزید د مړینې خبر د تندروانو په څو ویب پاڼو کې خپور شوی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې په دغې حمله کې چې تیره میاشت د شمالي وزیرستان په سیمه کې وشوه د یزید میرمن، درې لوڼې او یوه لمسۍ د څو نورو ښځو، نارینوو او ماشومانو سره یوځای وژل شوي دي.
آمریکايي چارواکي وايي چې ابوالیزید په اصل کې مصری و او په افغانستان او پاکستان کې یې د القاعده ترهګرو د پلان او مالي چارو د فعالیتونو مسولیت درلود. هغه د القاعده ترهګرو د مشر اسامه بن لادن سره نږدې اړیکې درلودې او په منځني ختیځ کې یې د القاعدې هغه بانکي حسابونه کنټرولول چې له ځیني نه د آمریکا د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې په تروریستي پېښوکې کار واخیستل شو.
یزید د تندروانو په تحریک کې د ځوانۍ په سن شامل شو او د مصر په جهادي ډله کې یې هم چې ایمن الزواهري تاسیس کړې وه، برخه درلوده. هغه په کال ۱۹۸۰ کې د مصر د جمهور ريْس انور سادات په وژلو کې د لاس لرلو په تور ۳ کاله بندي شو. یزید په دې ورستیو کلونو کې د القاعده ترهګرو په ویډیوګانو کې ډیر ښکاره کیده.
د آمریکا چارواکي وايي چې د یزید مرګ به د تروریزم ضد جګړه کې یو غټ بریالیتوب وي.
بل خوا، د پاکستان پوځ واېې چې دوی په کامېابی سره هغه نظامی عملېات سرته رسولی دی چې د طالبانو خلاف ېې په شمال غربی برخوکې کړېدی. پوځ د سه شنبی په ورځ ېوه وېنا خپره کړېده او واېې چې ددو تهاجمی برېد داورکزېو په سېمه کې چې دمارچ په مېاشت کې پېل شوی و اوس پاېته ورسېده او په زرگو نو بې ځاېه شوی خلک اوس خپلو کورونو ته راستنېدی شی.
د پاکستان چارواکی واېې چې په سوونو طالبان ېې د اورکزېو په سېمه کې وژلی دی.