د لاس رسي وړ اتصالات

د بن لادن مرستیال د پاکستان پر حکومت حمله کړې


د بن لادن مرستیال د پاکستان پر حکومت حمله کړې
د بن لادن مرستیال د پاکستان پر حکومت حمله کړې

د القاعدې دوهمه درجه مشر ایمن الظواهري وايي چې د سیلابونو د راوتلو نه وورسته خلکو سره دمرستی لپاره د پاکستان دحکومت هلی ځلی ناکامې شوي دي. هغه د پاکستان د ولس نه وغوښتل چې د حکومت په خلاف دې راپاڅی.

ایمن الظواهري دا څرگندونې په خپله هغه څلور څلویښت دقیقه يي ویډويي وینا کې کړې ده چې د اسلام پالو په یوه ویب پاڼه باندې یې خپره کړې ده.

داسې معلوميږي چې د الظواهري دا وینا اصلا په امریکا باندې په کال دوه زره یولسم میلادی کې د هغو حملو د نهمې کلیزی د لمانځنې په نسبت کړی وی چې تقریبا درې زره کسان پکې ووژل شول.

د القاعدې مشر د پاکستان پر مشرانو باندې تور ولگوه چه دحد نه زېات په رشوت خورئ او اختلاس کی کړکړ دي. هغه ووېل چه پاکستانی ماموران ېواځی دخپلو ځانونو د مړولو سره علاقه لری نه دخلکو سره مرسته کول.

ایمن الظواهري د پاکستان جمهور رئیس اصف علی زرداري یو غل وباله او ویې ویل چې نوموړې خپل ټول وخت لویدیځو نړې سره دخپلو روابطو په ښه کولو باندې تیروي.

سږ کال د پاکستان په سبلابونو کې اولس سوه کسان مړه او شل میلیونه خلک بې کوره شوي دي.

ویل کیږي چې الظواهري او د القاعدی مشر اسامه بن لادن د افغانستان د سرحدونو سره څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټ دي.

XS
SM
MD
LG