د لاس رسي وړ اتصالات

سفیره رحماني: وخت ډیر حساس دی او مسایل ډیر ژر بدلیږي


په واشنګټن ډي.سي کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وایي غواړي پیاوړې دیپلوماسي ولري او د امریکا د کانګرس او حکومتي مسولینو سره په تماس کې اوسي.

سفیره وایي سوله یوازې د ټوپک د غلي کولو په مانا نده، بلکې سوله باید داسی اوسي چې ټول له ویرې پرته انساني شرایط ولري او ژوند وکړای شي.

میرمن رحماني د اشناتلویزیون نه د ښایستې سعادت لامع سره ځانګړې مرکه کړې
میرمن رحماني د اشناتلویزیون نه د ښایستې سعادت لامع سره ځانګړې مرکه کړې

میرمن رحماني د اشناتلویزیون نه د ښایسته سعادت لامع سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل هره ورځ د امریکا د حکومتي چارواکو، د کانګرس له غړو او نورو تاثیر ګذاره ادارو سره په تماس کې ده او هغه څرګندونې چې د جمهور رئیس ټرمپ لخوا د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو په ارتباط شوي، په اړه يي موجود نظرونه د حدث او تعبیر په کچه دي او له همدې امله ارګ په دې اړه د توضیحاتو غوښتنه کړې ده.

د سفیرې رحماني په باور مهم لومړیتوبونه يي د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو ټینګښت دی. میرمن رحماني وایي د سولې د پروسې په اړه خوشبینه ده او ددې خوشبیني منبع د افغانانو اجماع ده ځکه افغانان له جګړې ډیر ستومانه شوي دي او سوله او امنیت باید اجتماعي امنیت ولري.

پوره مرکه يي دلته لیدلې او اوریدلې شئ:

سفیره رویا رحماني
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:35 0:00

XS
SM
MD
LG