د امریکا په اساسي قانون کې د بدلون یا تعدیل لپاره یوولس زره ځلې هڅې شوي دي، خو تردې دمه ټولې ناکامې شوې دي.
د ملي ارشیف منتظمان هرکال د جولای د څلورمی لمانځنه کوی، په بله وینا د متحدو ایالتونو د زوکړې او تشکیل کلیزه لمانځي.
سږ کال په دې ارشیف کې " د امریکا تعدیل " په نوم نندارتون جوړ کړی دی چې د هغو ډیرو ناکامو هڅو تاریخ بیانوی چې د امریکا د اساسي قانون د تعدیل لپاره شوې دي.
د امریکا اساسي قانون د هغو بنیادي اصولو مجموعه ده چی پر بنسټ ېې پر امریکا حکومت کېږي.
د متحدو ایالتونو اساسي قانون یو ساده او بسیط مفهوم وړاندی کوی: دا مني چی دخلکو حقوق مستقیما خالق ورکړیدي، نه دولت – او ترهغې وروسته خلکو هغه حقوق حکومت ته ورکړی دي.
د امریکا موسسین په دې باور و چې یوشمیر نیمگړي انسانان پرنورو نیمگړیو انسانانو حکومت کوي، نو پکارده چی قدرت ېې محدود وي. اساسي قانون یوازې هغه صلاحیتونه حکومت ته سپاري چی خلک غواړي حکومت ېې ولري.
د تعدیل وړاندیزونه تقریبا هماغه وخت پیل شول چی اساسي قانون په ١٧٨٩ کې عملي شو. د حقوقو وثيقه لس تعدیلونه لري چی د حکومت پر قدرت خاص محدودیتونه لگوي؛ دا په ١٧٩١ کې منظور شوې وه.
د برابرو حقوقو د تعدیل په اړه چی کانگرس منظؤر کړي دي، زښت ډیر وړاندیزونه کیدل. ترهغی وروسته چی د تعدیل لپاره یوولس سوه وړاندیزونه شوي دي.
تاریخ دا ثابته کړېده چی په اساسي قانون کې د تعدیل راوستل سخت کاردی.