د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مسلمانه تُورزنه د اولمپیک سیالیو ته ځي


ابتهاج محمد به د برازیل په اولمپیکي سیالیو کې د متحدو ایالتونو لپاره د تاریخ یو نوی باب پرانیزي. هغه لومړنۍ مسلمانه امریکايۍ تُورزنه ده، چې حجاب په سر به د خپلو سیالانو په وړاندې تُورزني کوي.

ابتهاج محمد وايي د اولمپیک په سیالیو کې یې د ګډون کولو یوازینۍ هیله د خپل هېواد لپاره د سرو زرو مډال ګټل نه دي، بلکې هڅه یې دا ده چې د ټولو امریکايي مسلمانانو لپاره د یوې ښې بیلګې په بڼه راڅرګنده شي.

اسوشیټډ پرس وایي دغه مسلمانه تُورزنه وار د مخې په امریکا کې خورا مشهوره شوې ده، د هغې نوم د ۲۰۱۶ کال د ۱۰۰ اغیزناکو شخصیتونو په نوملړ کې هم شته.

نوموړې د مارچ په میاشت کې وویل "زه له ډېره وخته د تُورزنۍ لوبه کوم، فکر کوم چې اوس مې ښه نوم ګټلی او مشهوره شوې یم. خو زما لپاره ښه خبره دا ده چې، ماشومان به یوه مسلمانه تُورزنه ګوري چې د خپل هېواد لپاره سیالي کوي".

د هغې لپاره یو بل ښه خبر دا هم دی چې، د سیالیو مهالوېش او وخت یې د امریکا له وخت سره برابر دی او ټولې به پر تلویزون هم ښودل کیږي، چې د هغې د مشهورتیا او په امریکا کې د تُورزنۍ د مینوالو د زیاتولو لپاره خورا ګټور تمامېدی شي.

اوباما ابتهاج وستایله

څو میاشتې مخکې ولسمشر باراک اوباما د امریکا په بالټیمور ښار کې د مسلمانانو په یو جومات کې، ابتهاج محمد وستایله، چې پړونی په سر به د اولمپیک په سیالیو کې د متحدو ایالتونو استازیتوب کوي.

ولسمشر اوباما، ابتهاج محمد د هغو امریکايي مسلمانانو په ډله کې وشمېرله چې د دغه هېواد لپاره یې ډېر ویاړونه ګټلي دي.

په خپله ابتهاج هم په دغې غونډې کې ناسته وه او ولسمشر اوباما پرې غږ وکړ چې په خپل څای ودریږي چې غونډې ته راغلي ټول خلک یې وویني.

دا وخت امریکا، فرانسه او ايټالیا د نارینو په تورزنۍ کې د لست په سر کې دي، خو د امریکا د نارینو تورزنوله ۱۹۰۴ کال راهیسې کوم مډال نه دی ګټلي.

XS
SM
MD
LG