د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د امریکایي پوهنتون لومړنۍ ډله نن فارغه شوه


په کابل کې د امریکایي پوهنتون لومړنۍ ډله نن فارغه شوه
په کابل کې د امریکایي پوهنتون لومړنۍ ډله نن فارغه شوه

په افغانستان کی د امریکی د متحده ایالاتو له خوا جوړ شوي پوهنتون نن خپل د لومړنۍ دورې فارغان افغانی ټولنی ته د خدمت لپاره وړاندی کړل.

په دغه غونډې کې په افغانستان کې د امریکی سفیر کارل ایکنبیری ، په افغانستان کی د امریکی پخواني سفیر ښآغلي زلمي خلیل زاد ،د هیلې او بدلون د ګوند مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ، احسان الله بیات چی ددی پوهنتون د موسسینو په ډله کی راځی ،او ځینو نورو افغان حکومتی چارواکو برخه اخیستی وه .

ګډونوالو ددی پوهنتون د درسی نصاب او سیستم ستاینه وکړه او وی ویل دا سیستم د نړیوالو تحصیلی معیارونو سره برابر ولاړ دی .

دامریکی سفیر ښاغلی کارل ایکنبیری محصلانو ته د فراغت او لاس ته راوړنو مبارکی وویله او هغوی یی د هیواد ښی او روښانه راتلونکی جوړولو ته وهڅول .

چارواکي وایي په پام کې لري دیته ورته دوه نور پوهنتونونه د کندهار او هرات په ولایتونو کی هم جوړ کړی.او له دی سره سره د حاضر پوهنتون څانګی هم زیاتې او علمی معیارونه به پکې لوړ کړي .

په افغانستان کې امریکایی پوهنتون د ۲۰۰۶ کال راهیسی افغان محصلانو ته لوړی زده کړی ورکوی .

دا مهال په دی پوهنتون کی ۶۰۰ محصلین په ۴ رشتو کی روزل کیږی اوراتلونکی کال په دا شمیره ۱۰۰۰ ته لوړه شی.

XS
SM
MD
LG