د لاس رسي وړ اتصالات

په غوطې کې یوې امریکایي ښځې د ټرمپ نه مرسته غوښتي


د سوریې د غوطې په ښار کې جگړه دوام لري. په دغه جگړې کې یوه امریکایي ښځه هم نښتي ده چې غواړي د امریکا ولسمشر ورته پام وکړي.

د امریکا دغه ښځه د ولسمشر ټرمپ نه غوښتي دي په روسیې فشار واچوي چې په هغوي نوره بمباري نه کوي.

دغه امریکایي میرمن چې ډینا لین نومیږي، د میشیگن سره تعلق لري. هغه د تیرو ولسو کلونو نه په سوریې کې ژوند کوي، هغې هلته د یو سوریایي سره واده کړیدی او اته ماشومان لري.

ډینا لین د اې پي خبري اژانس ته په وټس ایپ په رالیږلي پیغامونو کې ویلي دي چې حالات ډیر خراب دي، هغه ماشومان لري او خوراکي شیانو ته ضرورت لري.

ډینا لین پداسې حال کې د امریکا د ولسمشر نه د پام او مرستې غوښتنه کړیده چې په سوریې کې حکومتي ځواکونو په ملکیانو هوایي بریدونو ته دوام ورکړیدی او وایي چې د ختیځې غوطې زیاتره سیمه یې د یاغیانو نه پاکه کړیده.

د سوریې حکومتي ځواکونه په دغې سیمې کې د روسیې په ملاتړ عملیات کوي.

د یادونې وړ ده چې په غوطې کې د تیرو دریو اونیو نه سخته جگړا روانه ده او تراوسه پورې پکې شاوخوا ١٠٠٠ تنه ملیکان وژل شویدي خو حکومت وایي چې په دغه سیمه کې زیاتره یاغیان پټ شویدي.

XS
SM
MD
LG