د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو افغان مدافعین ګواښل کیږي – بخښنې سازمان


د بخښنې سازمان د افغان بشري حقونو مدافعینو سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د کمیدو یو علت افغانستان سولې مسلې ته د نړیوالو د پاملرنې زیاتیدل ښودلي دي.
د بخښنې سازمان د افغان بشري حقونو مدافعینو سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د کمیدو یو علت افغانستان سولې مسلې ته د نړیوالو د پاملرنې زیاتیدل ښودلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د بشري حقونو افغان فعالان او ملاتړي د دولتي چارواکو او وسله والو ډلو د سختو ګواښونو سره په داسې حال کې مخ دي، چې په دغه هیواد کې د بشري حقونو مدافعین د ویرې، زورونې، ګواښونو او زوریاتي سره له وړاندې هم مخ وو.

د بخښنې د نړیوال سازمان نن د چهارشنبې په ورځ ( سنبلې په ۶ مه) کابل کې په یو خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې افغان حکومت په پرله پسې ‌ډول د بشري حقونو پر مدافعینو د بریدونو په اړه په تحقیقاتو کې پاتې راغلی او په ځینو مواردو کې یې د بشري حقونو د مدافعینو شکایتونه جعلې ګڼلي او حتی له هغوی یې غوښتي، چې د خپل ځان څخه د دفاع لپاره دې وسلې واخلي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د چارو مرستیال عمر واریچ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت مکلف دی، چې د بشري حقونو د مدافعینو څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي واریچ وویل " افغان حکومت مکلف دی، چې بشري حقونو فعالانوته درناوی وکړي، هغوی ساتنه وکړي او پر هغوی د بریدونو او ورته د پیښو ګواښونو په اړه پلټنې وکړي".

د دغه سازمان یوې بلې غړي سمیرا حمیدي هم خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې بشري حقونو مسلو ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه کمه شوې ده.

میرمن حمیدي وویل، چې نړیوالې ټولنې ډیره پاملرنه د سولې خبرو ته اړولې، چې ورسره بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې پاملرنه کمه شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د بشري حقونو فعالانو مېړانه ښودلې، خو نړیوالې ټولنه په دې کې پاتې راغلې، چې د هغوی لاس ته راوړنې وساتي او په دغه سخت پړاو کې له هغوی ملاتړ وکړي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان ګواښل شوي، بریدونه پرې شوي د زور زیاتې سره مخ شوي او حتی په ډزو وژل او یا هم ټپیان شوي دي،چې د دغه راپور له مخې افغان حکومت د بشري حقونو پر فعالانو د شوو بریدونو د پلټنو په برخه کې پاتې راغلی دی.

افغان حکومت لا تر اوسه د بخښنې د نړیوال سازمان د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG