د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان: په وینزویلا کې د بشریت ضد جنایت شوی


د وینزویلا د حکومت پر ضد مظاهرو کې ګڼ شمیر خلک توقیف او مجازات شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي پدې باور دی چې د مدورو حکومت په وینزویلا کې د بشریت ضد جنایت کړی او د نړیوالو جرمونو د محکمې نه غواړي چې پدې اړه تحقیقات وکړي.

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې په ټوله وینزویلا کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ داسی همغږي شوې وه چې هر هغه څوک که د جمهور رئیس نیکولاس مدورو پرضد او یا حتی شک پری وشو، پرضد یي اقدام او حتی له منځه دی یوړل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتنه کړې چې په راتلونکې میاشت کې د خپلې عمومي غونډې په وخت د تحقیق او پلټنو دپاره یو هیات وټاکي او د جرمونو د نړیوالې محکمې نه يي غوښتنه کړې چې د مدورو د حکومت پرضد لاس په کار شي.

د امریکا د وچې دپاره د بخښنې د نړیوال سازمان رئیسې ایریکا ګیوارا روزس وایي د وینزویلا برحال جمهور رئیس نیکولاس مدورو د امنیتي او عدلیي ارګانونو په څیر دولتي ادارې په سیستماتیک ډول د هغو خلکو پرضد کارولي چې د حکومت پرضد يي غږ پورته کړې. د ایریکا په باور د واک نه پدې ناوړه کارونه کې، د سیاسي مخالفینو مجازات، غیرقانوني توقیف او په ډيرو موردونو کې تشدد او شکنجه شوې چې د هرډول عدلیې او قضایي پروسې پرته يی خلک اعدام کړي.

XS
SM
MD
LG