د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ د شور تپه ولسوال د ماین په چاودنه کې ووژل شو


تصویر: اشریف

په بلخ کې چارواکي وايی د شور تپه ولسوال قاري ابراهیم ایلیار له څلورو نورو کسانو سره یو ځای د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د ولسوال ایلیار سره په نورو کسانو کې د سیمه ایزو پاڅونوالو د قوماندان یو مرستیال او درې ساتونکي هم شامل دی.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي‌ چې چاودنه د سه شنبې په ورځ جون۹ (غبرګولي۱۹) د شور تپه د "اریغ‌باتور" په سیمه کې شوې ده.

ښاغلي عادل وویل طالبانو دا ماین مخکې له مخکې په سړک کې ښخ کړی و او چې د دغو کسانو په موټر الوځول شوی دی.

طالبانو لا د دغه برید په اړه څه نه دي‌ ویلي.

د بلخ د شور تپه ولسوالي د دغه ولایت د ناامنه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي‌او ډېر اوسېدونکي ترکمن دي.

XS
SM
MD
LG