د لاس رسي وړ اتصالات

په غور کې د یوې راډیو دفتر وسوځول شو


د " عدالت غږ" پر راډیو باندې د برید نږدې یوه میاشت دمخه د فیروزکوه په ښار کې د " سرحد" په نوم راډیو ته هم اور اجول شوی وو.
د " عدالت غږ" پر راډیو باندې د برید نږدې یوه میاشت دمخه د فیروزکوه په ښار کې د " سرحد" په نوم راډیو ته هم اور اجول شوی وو.

د غور په ولایت کې د "عدالت غږ" په نوم د یوې خصوصي راډیو چارواکي وايي، تیره شپه درې ناپیژاند وسله والد فیروزکوه په ښار کې د دغې راډیو دفتر ته ننوتي او بیا یې ورته اور اچولی دی.

د دغې راديو یو کارکوونکي عبدالودود صمیم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، تیره شپه اته نیمې بجې کله چې دې دفتر کې یوازې وو او د راډیو خپرونې لا روانې وې درې ناپیژاند وسله وال د راډیو سټیشن ته ننوتل، د ده پښې او لاسونه يې وتړل او بیایي د راډیو ودانۍ ته اور واچوه.

د "عدالت غږ" راډیو رئیس عبداسلام صمیم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د اور اچونې په پیښه کې د راډيو سټدیو او ټول وسایل په بشپړه توګه سوزیدلي دي، چې له امله یې د دغې راډیو خپرونې هم بندې شوي دي.

ښاغلي صمیم وویل، که څه هم د دغې راډیو په شل مترۍ کې د پولیسو لومړۍ حوزه پرته ده، خو بیا هم ناپیژاندو وسله والو د دې راډیو سټیشن ته اور اچولی دی.

د " عدالت غږ" راډیو رئیس وايي، د دې راډیو نوکریوال، پولیسو نیولی دی.

خو د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، چې لومړني معلومات دا ښيي، چې د راډیو سټیشن د ګازو د ډبي د چاودنې له امله سوزیدلی دی.

ښاغلی نظامي وايي، پولیس د دې پیښې په اړه لا هم په پلټنو بوخت دي.

تراوسه هیڅ کومې ډلې دغې ر اډیو ته د اور د اچولو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دغې راډیو د ۱۳۸۲ کال راهیسې د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې فعالیت پیل کړی دی.

دې راډیو ۲۴ ساعته خپرونې کولې.

د " عدالت غږ" پر راډیو د دغه برید وړاندې تیره میاشت ناپیژاندو وسله والو د فیروزکوه په ښار کې د " سرحد" په نوم د یوې بلې راډیو اسټیشن ته هم اور اچولی وو، چې له امله یې د دغې راډیو خپرونې هم بندې شوي دي.

XS
SM
MD
LG