افغان چارواکي وايي قواوې یې د دوشنبې په ورځ د غزني د شهید ولي محمد خوگیاڼي ولسوالۍ ته ورننوتلې. تر دې یو څو ساعته مخکې دغه ولسوالي د طالبانو په لاس کې لوېدلی وه.
رپوټ وايي چې ددغې ولسوالۍ په سرباندې سخته جگړه وشوله.
افغان چارواکیو وویل چې طالبانو د ولسوالۍ له خوشې کولو نه مخکې یو څو حکومتي ودانیو ته اور اچولی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره تصدیق کړله چې طالبانو دغه سیمه خوشې کړېده. هغه دا هم ويلي دي چې طالبانو څو تنه پولیسان او د هغوی وسلې نيولي دي.
د حکومت چارواکي وايي چې د هلمند په ولایت کې افراطیانو دوه ښځې چې د مرستو د یوې غیرحکومتي موسسې لپاره یې کار کاوه وژلي دي.
نور تفصیل:
په عېن حال کې ناټو، د دوشنبې په ورځ وویل ددې قواوو ١٥ افراطیان په هلمند کې هغه وخت ووژل چې د هغوی د اکمالاتو په ډېپو باندې یې برید وکړ.
دغه چارواکي وویل دا عملیات د افغان قواوو په گډون تر سره شول او د عملیاتو په ترڅ کې دوه ورځې ښې سختی جگړی وشولی.
د ایساف نړیوالو قواوو وویل دوی د حقاني د ډلې یو جگپوړه افراطي یا نیولی او یا وژلی دی.
دغه سړي د حقاني د شبکې او طالبانو لپاره په یو لړ عملیاتو کې د هلمند، پکتیا، خوست، پکتیکا او کندهار په ولاېتونو کې کار کاوه.
همدارنگه د یکشنبې په ورځ ناټو وویل دوی ٩٠ تنه یاغیان په هغو درنو جگړو کې وژلي دي چې په تیرو څو ورځو کې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پیښې شوې دي.