د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د یرغل پر ضد مظاهره وشوه


د کابل په نوي ښار کې د ملي همبستګۍ د ګوند اعتراضیه غونډه.
د کابل په نوي ښار کې د ملي همبستګۍ د ګوند اعتراضیه غونډه.

د اکتوبر په اومه چې د شنبې ورځ ده، د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف افغانستان کې د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره د پوځي بریدونو د پیل شپاړسم کال پوره کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ائتلافي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو حکومت نسکور شو او په ځای یې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ یو موقتي حکومت جوړ شو چې وروسته یې بیا په دغه هیواد کې واک ته د رسیدلو لپاره یو دموکراتیک بهیر ته لاره پرانیستله.

که څه هم د اکتوبر اومه د شنبې ورځ ده، خو نن د جمعې په ورځ د افغانستان د همبستګۍ ګوند د کابل په نوي ښار کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د پوځي یرغل د پیل د کلیزي د غندنې لپاره یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د دغه ګوند یو شمیر ممثلینو د طالبانو د حکومت د نسکوریدو وروسته په افغانستان کې د حکومتونو جوړیدل او د دغو حکومتونو په جوړولو کې د امریکا رول هم تمثیل کړ.

د غونډې برخه والو د امریکا او افغان حکومت پر خلاف هم شعارونه ورکول.

د ملي همبستګۍ ګوند چې د دغې اعتراضیه غونډې بندوبست کې کړی وو، د دغه ګوند د رهبرۍ د کمیټې غړي عبید کبیر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دوی په تیرو شپاړس کالو کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د کړنو د غندنې لپاره چې ښاغلي عبید "جنایت" وبلل راټول شوي دي.

عبید کبیر وویل چې دا ګوند له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

ښاغلي کبیر وویل " مونږ له افغانستان څخه د ټولو یرغلګرو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوو او هم له افغانستان څخه د ټولو هغو جنایتکارنو د لاسونو لنډول غواړو چې د بهرنیو ځواکونو په مرسته دلته راغلي دي ".

د ملي همبستګۍ ګوند وايي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت په ټاکنو کې د درغلیو په پایله کې جوړ شوی دی او دا ګوند په افغانستان کې د یو ملي او د خلکو په خوښه دولت جوړول غواړي.

د دې وړاندې هم دغه ګوند په جلا لاریونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG