د لاس رسي وړ اتصالات

په وردګو کې د لیونیو سپیو د وژلو کمپاین پيل شو


په میدان وردګو کې چارواکي وايي چې دغلته لیوني سپي پېدا شوي او تر دې دمه یې شاوخوا ۷۰ تنه داړلي دي.
په میدان وردګو کې چارواکي وايي چې دغلته لیوني سپي پېدا شوي او تر دې دمه یې شاوخوا ۷۰ تنه داړلي دي.

د وردګو په ولایت کې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د لیونیو سپیو د وژلو کمپاین پيل کړی او تر دې دمه یې شاوخوا ۲۰۰ لیوني سپي وژلي دي.

د وردګو د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ اشنا ته وویل چې لیونیو سپیو په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۷۰ تنه داړلي چې بیا واکسین ګړل شول او اوس جوړ دي.

ښاغلی خوګیاڼی وايي دغه کمپاین په سید اباد، جغتو، نرخ او میدان ښار کې پيل شوی او وروسته به د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم وشي.

وړاندې په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم د لیونیو سپیو د وژلو دا ډول کمپاینونه شوي دي.

نوموړي وویل چې د لیونیو سپیو لپاره یې په زهرو لړلي مواد جوړ کړي او همدا چې ویې خوري، ځای پر ځای مړه کیږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

XS
SM
MD
LG