د لاس رسي وړ اتصالات

ځينې انتي بیوتیکونه په ګردو کې تېږې پیدا کوي- څېړنه


دا څېړنه د ۱۹۹۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ په ۵۲۰۰۰ کسانو باندې شوې ده

هغه ماشومان او ځلمیان چې پنځه ډوله انتي بیوتیکونه خوري، د هغو کسانو په پرتله ډېر د ګردو په تکلیف اخته کیږي چې نه یې خوري.

د یوې طبي څېړنې نوې موندنې ښيي چې ځينې انتي بیوتیکونه په ګردو کې کاڼي پيدا کوي. دا څېړنه له ۱۹۹۴ نه نیولې تر ۲۰۱۵ پورې په شاوخوا ۵۲۰۰۰ کسانو باندې شوې ده.

په دغې ډلې کې یې ۲۶۰۰۰ کسانو په ګردو کې ګاڼي درلودل او یا له دې رنځه کړېدل خو ۲۶۰۰۰ نورو کسانو بیا دا مرض نه درلوده.

څېړونکو وموندله چې د دریو او یو کال پورې د سلفامید، سفالوسپورین، فلوروکوینولون، نایتروفورانتوین و پنسلین خوړل د تشو یا ګردو تکلیف زیاتوي او ډېر کله کاڼي په کې پیدا کوي.

د دغې څېړنې مشر ډاکټر ګرویګوري تاسیان وویل چې ډېر کله د دا ډول انټي بیوټیکونو په خوړلو له ګټې زیان ډېر وي.

ښاغلي‌ تاسیان د رویټرز خبري اژانس ته وویل د دې څېړنو موندنې دا ما نلري چې له دغو انتي بیوتیکونو څخه باید استفاده ونشي، خو له ضرورت پرته باید ونه خوړل شي.

د څېړنې له مخې په ماشومتوب کې دا ډول انتي بیوتیکونو خوړل د ګردو د تکلیف په پیداکولو او زیاتولو کې مهم رول لري.

په دغې څېړنې ۱۲ انتي بیوتیکونه وازمایل شول خو په نورو کې داسې کومه علامه پیدا نشوه چې وښيي د ګردو تکلیف زیاتوي یا تېږې په کې پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG