د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د امریکا خلاف مظاهره وشوه


په کابل کې د امریکا خلاف مظاهره وشوه
په کابل کې د امریکا خلاف مظاهره وشوه

جمهور ریس کرزی د امریکا په مشری د ایتلافی ځواکونو عمومی قوماندانان جنرال دیوید پټریس ته ویلی دی چی د ملکی خلګو وژل نور د منلو وړ نه دی.

کرزی دغه خبره نن په کابل کی په یوی غونډی کی وکړه. په دغه غونډه کی د کرزي امنیتي مشاورین او پټریس هم حاضر وو.

په دغه غونډی کی پټریس یو ځل بیا بخښنی د ۹ ماشومانو په وژنه بخښنه وغوښتل. خو کرزی ورته وویل چی بخښنه کافی نه ده. هغه زیاته کړه چی د ایتلافی قواوو په لاسو د ملکی خلګو وژل د امریکا او د افغانستان د مناسباتو په خرابیدو کی یو عمده عامل دی.

په کابل کی بیا نن د امریکا ضد مظاهره وسوه. په دغه مظاهره کی په سلهاوو تنه د کابل د مرکزی واټ نه تیر سول او د امریکا ضد شعارونه یی ورکړل. دوی د امریکا په مشری د ایتلافی قواوو په حملو کی د ملکیانو په وژلو په قهر وو.
دغه مظاهره ورسته له دی نه کیږی چی تیره اوونی د کنر په ولایت کی د ناټو د قواوو په یوی هوایی حملی کی ۹ ماشومان ووژل سوی وو. دغو ماشومانو بوټی ټولولی، اوپه دی ګمان چی یاغیان دی سهوا ووژل سول.

XS
SM
MD
LG