د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ښځو په مبارزه کې نهېلي موجوده ده


د افغانستان مېرمنې له چادري سره سودا کوي
د افغانستان مېرمنې له چادري سره سودا کوي

د ښځو د حقوقو په برخه کې ېو څه برېاوي لاسته راغلي دي؛ اوس تقرېبا څلور مېلیونه نجونې ښوونځېو ته ځي او دافغانستان په پارلېمان کې هم ښځې ټاکل شوې دي.

د اسو شېتېد پرېس خبري اژانس لیکی چی د امریکا حکومت په 2009 م کال کې وږمې فروغ ته د ښځو د جرئت او زړورتېا نړۍ واله جاېزه ورکړله.دغه جاېزه دهغی په دفتر کې په ډېر وېاړ زوړنده ده.

په عکس کې لېدل کېږي چې د امرېکا دبهرنېو چارو وزېره هېلری کلنټن هغی ته جاېزه ورکوی او دامریکا لومړۍ مېرمن مېشل اوباما هم په عکس کې په موسکا ولاړه ده.

اسو شېتېد پرېس لیکی چی څلور کاله وروسته امریکا هغې ته وېزه ورنکړله چې له هېواد نه بهر ووزي، ځکه چې هغې غوښتل د ملېشو له یو قوماندان چې نه چې هغې وېل د دې په ژوند پسې ېې را اخېستې ده، ځان لېرې کړي.

اسو شېتېد پرېس لیکی چی د وږمې فروغ لپاره دغه تجربه په افغانستان کې د ښځو د حقوقو برخلیک څرگندوي.

د طالبانو درژېم له سقوط نه دېارلس کاله تېرشوي دي، امریکا په افغانستان کې په ملېاردو ډالر ولگول، دافغانستان حکومت او غرب څو څو ځلې دا ژمنې وکړلې چې دوی به د ښځو دحقوقو ملاتړ او ساتنه وکړي. خو سره له دې هم هغه برېاوې چې تراوسه پورې په دې برخه کې لاسته راغلی دي، هغه له ستونزو سره مخامخ دي.

د ښځو لپاره د تنگسې ځای نشته
بالاخره د ښځو لپاره داسې ځای نشته چې د تنگسې په وخت کې مخ ور واړوي؛ په تېره کله چې د برابرو حقوقو لپاره د مبارزې په لړ کې دوی د جبهې مقدم خط کې واقع شی. وږمه فروغ وايي جاېزې ورکول کېږې خو کله چې ته مرستې ته اړتېا ولرې بېا دې ملاتړ نه کوي. "..ماهر وخت فکر کاوه چې که زما خپل حکومت له ماسره مرسته ونکړي، نو زه به امریکا ته د مرستې لپاره مخ ور واړوم .خو ماهېڅ فکر نه کاوه چې هغوی به هم ماته شا راواړوي."

د ښځو د حقوقو په برخه کې برېاوې

اسو شېتېد پرېس لیکی چی د ښځو د حقوقو په برخه کې ېو څه برېاوي لاسته راغلی دي او هغه وختونه اوس نشته چې طآلبانو به ښځې دېته اړکولې چې چادری پر سر کړي، او نجونې به ېې ښونځېو ته نه پرېښودلی، ځکه اوس تقرېبا څلور مېلیونه نجونې ښوونځېو ته ځي او دافغانستان په پارلېمان کې هم ښځې شته دي. خو فروغ او فوزېه کوفې او ېوشمېر نورې ښځې وايي چې دغه بدلونونه مهم دي مگر سطحي دي.

مرېم دراني له مېشل اوباما او هېلری کلنټن سره نوموړې ته په 2012 کې د ښځو د جرئت جاېزه ورکړل شوله
مرېم دراني له مېشل اوباما او هېلری کلنټن سره نوموړې ته په 2012 کې د ښځو د جرئت جاېزه ورکړل شوله


هغوی وايي د ښځود حقوقو برابرئ هغه وخت د اولېت حق درلود چې د طالبانو د موجودېت خاطرې تازه وې خو د کلونو په تېرېدو سره په دې برخه کې ژمنې کمزورې شوې. او س د وخت په تېرېدو سره ترېنه ېو شعار جوړ شوېدی چې دافغانستان حکومت او ېوشمېر نورې غېرحکومتې ادارې ېې کله کله تکراروي چې نړۍ والې مرستې ترلاسه کړي، او ېوڅه بېرغونه د لوېدېځو هېوادونو لپاره پر طالبانو د کامېابۍ د نښو په توگه ورپوي.

اسو شېتېد پرېس لیکی چی د امریکا په سفارت کې وېاند رابرت بی هېلټن په دې برخه کې له تبصرې نه ډډه وکړله چې ولې ېې وږمه فروغ ته وېزه نه وه، ورکړې، هغه وویل چې سفارت د وېزو پر مسله باندې بحث نه کوي. د سفارت ېوه بل غړي وویل چې هغه د ښځو ېوه مشره ده او ډېره زړوره مېرمن ده او د ډېرو خلکو په ژوند کې ېې غټ بدلون راوستی دی.

اسوشېتېد پرېس لیکی چی د وږمې فروغ کورنۍ د دودېزې جرگې په واسطه د ملیشو د قوماندان او هغې ترمنځ منځگړتوب وکړ او ېوشمېر وزې او غوايی پکې د بښنی په مقابل کې ورکړل شول.

د ښځود حقوقو مسئله دې له سېاست نه جلاشي

ماري اکرمی دافغانستان د ښځو د مسلکی مهارتونو د انکشاف د مرکز مشره وايی د ښځو د حقوقو د پرمختگ اوساتنی لپاره داوږدې مودې پالیسي پکارده. هغې وویل چې موږ په دې برخه کې ېو واضح تعهد غواړ و اوپکارده چې د ښځو د حقوقو مسله له سېاسی مسایلونه جلاشی.

وږمې فروغ په پای کې وویل چې موږ په دې برخه کې اشتباه کړېده چې ښځې موله کورنۍ نه تجرید کړې دي او د کورنۍ په تشکیل کې مو دکورنۍ دېوې برخی په توگه دېوې مور، دېوې خور او دکور دېوې مېرمن په توگه ندي شاملی کړې. په دې توگه دښځود حقوقو په برخه کې ټوله کورنۍ داخلېږي. نارېنه چی اکثرا د ښځود حقوقو مخالف وي؛ هغوی د ښځو حقوقوته دکورنۍ د تشکېل پرضد گوري.
XS
SM
MD
LG