د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل بانک د تورنو کسانو د استیناف محکمې غونډې


د کابل بانک مرکزي دفتر کابل (ارشیف)
د کابل بانک مرکزي دفتر کابل (ارشیف)

د دوشنبې په ورځ د کابل بانک د تورنو د استیناف د محکمې علني غونډه د بانک د قضیې د پخوانیو چارواکو د او شریکباڼو په ګډون جوړه شوه،‌ خو د محکمې قاضي‌ د یو لړ تخنیکي نیمګړتیاوو له امله د محکمې غونډه د سې شنبې ورځې ته وځنډوله.

د کابل بانک د بحران د قضیې د استیناف د قضايي هییت رئیس معراج الدین حامدي د کابل بانک د قضیې دوه اصلي تورنو شیرخان فرنود او خلیل فیروزي باندې د څارنوالانو لخوا د لګیدولو تورنو په باب د هغوی د دفاعیو د اوریدولو وروسته په دغه قضیه کې ځینو حقوقي نیمګړتیاوو یادونه وکړه او پریکړه یې وکړه چې موظف څارنوال به په دې هکله نور وضاحت د سې شنبې په ورځ د محکمې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

قاضي‌ معراج الدین وویل "د قضیې د ځنډ‌ دلایل دوه وو یو دا چې د څارنوال لخوا د غوښتل شویو پیسو په برخه کې نا څرګندتیا موجوده وه موږ غواړو چې څارنوال صاحب دقیق ځواب وړاندې کړي او بله مسله د وخت کمی وو. بندیان قضايي غونډې ته نا وخته راوړل شول چې یوازې دوو یې خپلې دفاعیې وړاندې کړې".

دغې قضايي غونډې ته د کابل بانک دوو اصلي تورنو چې د لومړۍ محکمې لخوا په بند محکوم شوي په خپلو دفاعیو کې د کابل بانک دیوالي کیدل د بهرنیانو یوه دسیسه وبلله وویل چې د بانک د دیوالي دوه ورځې وړاندې لا هم بانک په عادي بڼه فعالیت کوو.

خلیل الله فیروزي وویل چې د بانک د دیوالي‌ کیدو په وخت په بانک لا پنځه سوه میلونه ډالر پراته وو.

فیروزي وویل " بانک په ډیر ښه ډول کار کاوه د دیوالي کیدو یوه ورځ وړاندې هم په بانک هر څه نورمال وو دا څنګه کیدای شي چې په ۲۰ او ۳۰ د اګست هر څه سم اوسي او په ۳۱ اګست دې بیا بانک دیوالي شي او ۵۰۰ میلونه ډالر په بانک کې پراته اوسي".

فیروزي او فرنود د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست حضرت عمر زاخیلوال او د افغانستان بانک پخوانی رئیس عبدالقدیر فطرت د بانک په دیوالي کیدو کې ګرم و بلل او هم یې ادعا وکړه چې د مالیې وزیر او د پخواني حکومت ځینو چارواکو له دغه بانک نه ۶۷ میلونه ډالر ایستلي دي.

خو د کابل بانک د تصفیې مدیر عبدالحمید محبي د مالیې په وزیر او نورو حکومتي چارواکو لګیدلي تورنونه نا سم ګڼي او وايي چې د کابل بانک له سیستم نه دغه راز پیسې نه دي ایستل شوي.

ښاغلي محبي وویل "لکه مخکې چې ما وویل کومه ادعا چې هغوی یې کوي د شاهین په لست کې شته خو د کابل بانک په سیستم کې نشته".

د مالیې وزارت هم په ډاکتر زاخیلوال لګیدلي تورنه بې اساسه بللي دي د وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني امریکا غږ ته وویل چې کومې پیسې چې بیرته بانک ته ورستنې شوي دي‌ د حضرت عمر زاخیلوال د هڅو په نتیجه کې ترلاسه شوي دي.

د ښاغلي زاخیلوال په څیر د افغانستان بانک پځواني رییس عبدالقدیر فطرت په هغه باندې د کابل بانک تورنه بې اساسي بللي دي.

ښاغلي فطرت امریکا غږ سره په خپله یوه وروستۍ مرکه کې په یوې عادله محکمه کې حاضریدو ته هم چمتوالی ښودلی دی.

افغان حکومت وايي په ۲۰۱۱ کال کې کابل بانک هغه وخت دیوالي شو چې له دغه بانک نه د بانک شریکباڼو تر ۹۱۳ میلونو ډالرو پورې وایستل.

د کابل بانک د تصفیې مدیرت وايي چې شیرخان فرنود د کابل بانک نه ۲۷۲ میلونه ډالر او خلیل الله فیروزي ۱۴۰ میلونه ډالر پوروړي دي.

دا مدیریت وايي چې تراوسه ددغو پیسو یوازې ۱۷۷ میلون ډالر یې بیرته بانک ته ورستنې شوي دي.

د کابل بانک د استیناف محکمه په داسې حال کې پیل شوې ده چې د افغانستان د جهور رییس لخوا ددغه بانک د قضیې د څیړلو لپاره ټاکل شوی مهلت هم مخ په پوره کیدو دی تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دا دوسیه به په ټاکل شوې نیټې پورې وتړل شي او که نه.

XS
SM
MD
LG