د لاس رسي وړ اتصالات

د اپل او نایکي شرکتونو د منډې وهلو ځیرک ساعت په ګډه جوړ کړی


A gold plated Apple Watch is seen at an Apple Store in Berlin, April 10, 2015.
A gold plated Apple Watch is seen at an Apple Store in Berlin, April 10, 2015.

اپل د لومړي ځل لپاره داسې یو ساعت جوړ کړی چې واقعاً د منډې د وهلو د ساعت په څیر ښکاري، اپل په پام کې لري چې دغه ساعت ته د نایکي شرکت ځیرکې وړتیاوې هم ورزیاتې کړي. د نایکي شرکت غواړي چې د تیلیفون د اپلیکیشن خپلې وړتیاوې د اپل واچ په ټولو ماډلونو کې وکاروي.

د جي پي اس اهمیت

د اپل واچ اصلي ماډل هغه وخت چې تاسو له خپل تلیفون سره منډې ووهئ ښه کار کوي ځکه د تلیفون له جي پي اس څخه ګټه اخلي خو په نویو ماډلونو کې چې خپله جي پي اس لري نور تاسو تلیفون ته ضرورت نه لرئ. د دغه ساعت جي پي اس ډیر ښه کار کوي، که څه هم ځینې وختونه کله چې لوړې ودانۍ نږدې وي ښه سیګنال نه ورکوي خو بیا هم له جي پي اس نه لرونکو ساعتونو څخه ډیر ښه دی.

سافټویر

د اپل واچ-۲ بیه ۳۶۹ ډالره ده خو د غټې ښیښې والا بیه یې ۳۰ ډالره نوره هم زیاته ده. جي پي اس نه درلودونکي ساعتونه چې اپل واچ -۱ نومیږي ۱۰۰ ډالره ارزانه دي. د دواړو ماډلونو سافټویرونه اپډیټ شوي دي.

د اپل واچ د ځیرک ساعت نوی ماډل د منډې وهونکو ترڅنګ بایسکل ځلغوونکو او لامبوزنو ته هم ګټور دی.

بایسکل ځغلونکو ته د منډې وهونکو په شان عین معلومات ورکوي خو د پایډل وهلو سرعت نه معلوموي، دا هغه څه دي چې شاید ډېر مسلکي بایسکل ځلغونوکي یې وغواړي. له اپل واچ-۲ سره لامبلی شئ حتی په مالګینو او کلورین لرونکو اوبو کې هم.

که څه هم په وروستۍ څیړنه کې یوازې د منډې وهلو لپاره د دغه ساعت اهمیت ارزول شوی چې له شک پرته موثر ثابت شوی، د نقشې او د هوا د حالاتو په برخه کې یې کارونې ته دومره پام ندی شوی. خو که چیرې تاسو د ځيرکو شیانو له پیرودلو سره علاقه لرئ نو بده نده چې یو څه نورې پیسې هم مصرف کړئ او یو دانه و پیرئ.

XS
SM
MD
LG