A look at the best news photos from around the world.
د ورځې غوره انځورونه

۱
تر ټولو غټ ګلابي رنګه الماس چې په لندن کې خرڅولو ته ایښودل شوی او تمه کیږي چې د ۲۸ څخه تر ۳۸ ملیونو ډالرو په قیمت خرڅ شي.

۲
د چین په هنان ولایت کې د رزمي هنرونو د یو ښونځي زدکونکي د کونګ فو د تمرین په حال کې.

۳
د ګرجستان د تفلیس ښار قدیمي برخه چې د کورا سیند په غاړه پرته ده.

۴
د یونان په شمال کې پناه غوښتونکي د سرحد د بیا پرانیستلو لپاره د اعتراض په وخت کې له پولیس سره د نښتې په حال کې.